امر بالمعروف: ښځې به پارکونو او ځانګړو ورځو کې  حجاب  اغوندي

ښځې دې خپلو ځانګړو ورځو کې له حجاب سره پارکونو ته لاړې شي"
کابل (روهي) د امر بالمعروف نهي عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت وايي چې د کابل ښار او مربوطاتو په ټولو پارکونو کې به تر دې وروسته د نارینه او ښځینه و د ورتګ ورځې جلا وي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د يکشنبې، دوشنبې او سه شنبې ورځې به د ښځو لپاره ځانګړې وي او د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او هفتې ورځې به د سړیو لپاره ځانګړې وي.

سرچینې زیاته کړې چې ښځې به د شریعي حجاب په مراعتولو سره پارکونو ته ځي کنه د تخلف په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.
دغه راز سرچینې لیکلي، د کابینې د ۲۱ مې مصوبې پنځمې مادې له مخې نظامي کسان به له یونیفورم او وسلو پرته ورځي.