بایډن: پوتین نور په واک کې پاتې کېدای نه شي

کابل(روهي) د امریکا ولسمشر جو بایدن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری غږ وکړ چې د ناټو د پولو څخه د یو سانتي‌ راوښتو په اړه فکر دې هم فکر نه وي او هغه نور په واک کې پاتې کېدای هم نه شي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اوکراین سره په پوله کې د پولنډ په پلازمینه وارسا کې اوکرایني‌ کډوالو ته د وینا پر مهال وویل چې په اوکراین یرغل د روسیې تر ټولو ستره ستراتیژیکه ناکامي‌ ده.

دی وايي:"د اوکراین خلک د جګړې په لومړیو کرښو کې د خپل ملت د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره جنګیږي.  د اساسي‌ ډیموکراتیکو اصولو لپاره زړور مقامتونه د لا سترو مبارزه یوه پارچه ده. د اوکراین خلکو ته زمونږ پیغام دادی چې ستاسې ترڅنګ ولاړ یو."

هغه وویل چي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین باید دا جګړه ختمه کړي، د دې جګړې یواځنی مسئول او مجرم پوتین دی. پوتین به هیڅکله هم په اوکراین کې بری ترلاسه نه کړي او پوتین نور په اقتدار کې پاتې کیدای نشي.

بایډن پر پوتین غږ وکړ چې د ناټو د پولو نه یو سانتي‌ هم  راوښتو په اړه فکر هم ونه کړۍ او په خیال کې هم ونه ګرځی.