حزب التحریز: پر چین او روسیې د ا.ا اتکاء به لویه سیاسي تېروتنه وي

کابل (روهي): حزب التحریز افغانستان څانګه وايي چې روسیه او چین د افغانستان له اوسني ناوړه وضیعت څخه د ناټو په وړاندې استفاده کوي خو که ا.ا په دغو هېوادونو اتکا وکړي، لویه سیاسي تېروتنه به وي.

حزب التحریز پر ویبسایټ خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې چین او روسیه د اسلام، مسلمانانو، اسلامي امارت او افغان مجاهد ولس سره کومه خواخوږي او همدردي نه لري، بلکې دغه دواړه هېوادونه غواړي افغانستان د خپلو ستراتيژیکو ګټو پر محور وڅرخوي او  افغانستان په نړیوال سیاسي سټېج کې د چین او روسیې پلوي وکړي. 

سرچینې زیاته کړې، یاد هېوادونه د افغانستان له اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت څخه د امریکا او ناټو پر وړاندې د سیاسي فشار په توګه استفاده کوي خو که ا.ا په دغو هېوادونو اتکا وکړي لویه سیاسي تېروتنه به وي.
 
د خبرپاڼې له مخې، د سرپرست حکومت په اړه د چین او روسیې اوسنی مثبت دريځ له امریکا او غرب سره سیاسي رقابت دی.

سرچینه زیاتوي:"چین او روسیه دواړه د اسلام او مسلمانانو سخت دښمنان دي؛ چین لسېزې کېږي چې په شرقي ترکستان یا سینک یانګ کې مسلمانان وژني، شکنجه کوي یې، له خپلو سیمو يې کډوال کوي او له دغه مسلمان مېشته سیمې د اسلامي ارزښتونو او افکارو د له منځه وړلو لپاره سیسټماتیک کار کوي او همدارنګه روسیه هم د کمونېزم پر مهال او هم اوس د اسلام او مسلمانانو د ځپلو پالیسي لري."

د سرچینې په وینا، ددې پر ځای چې ا.ا د یوه زبرځواک هېواد ترڅنګ ودرېږي، برعکس باید خپله یو مقتدر اسلامي دولت رامنځته کړي، څو د اسلامي امت د وحدت او اسلام د تطبیق محور شي.