ډېر ژر به د عدلیې وزارت د تشکیل د بیاکتنې کار پیل شي

کابل (روهي): عدلیې وزارت وايي چې ډېر ژر به د دغه وزارت د تشکیل د بیا کتنې او څېړنې کار پیل شي او په ادارو کې به د هر شخص مسوولیت مشخص شي.

دغه څرګندونې د  عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي نن د وزارت عمومي ناستې ته - چې د مرکزي رئیسانو او آمرینو په کې ګډون کړی وو – کړې دي.

په خبرپانه کې راغلي:"... په ادارو کې کار او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر باید چټک شي او هم دې د عدلیې وزارت له شریعت سره سم د قوانینو د برابرولو په برخه کې ګام واخلي."

د سرچیني په وینا، د ا.ا امیرالمومنین عدلیې وزارت ته لارښوونه کړې چې د ادارو د ورځنیو چارو د اجراء کولو لپاره قوانین جوړ شي او شته قوانین دې له شریعت سره سم عیار شي."

د یادونې وړ ده چې د سرپرست حکومت کابینې غونډه تیره اوونۍ کندهار کې ترسره شوي چې د ریاست الوزار او د هغه د مرستیالانو په ګډون وزیرانو او ټولو رییسانو په کې ګډون کړی وو.