ښايي تاسې به لېدلي وي، چې سهار له کور وځی، نو ګلان او نور بوټي تازه او غوړېدلي وي، خو ماذديګر وخت کې، بېرته کور ته د راتګ پرمهال دغه ګلان او بوټي مړاوي او پژمرده شوي وي. تاسې به يې هم په اړه فکر کړی وي، چې ولې؟ ښايي د ډېرو کسانو په فکر کې به د بوټو د مړاوي کېدو يو ستر لامل تنده او اوبه وي. دا چې بوټو ته اوبه نه دي ورکړل شوې او تږي شوي دي، نو له دې امله به مړاوي شوي وي. ځيني لاملونه يې دلته ليکو.
دغه ګلان او بوټي غير لرګين نباتات دي، چې nonwoody ورته وايي. دغه بوټي د لرګينو بوټو په ډول اوبه نه شي ذخيره کولی؛ پاڼو کې يې کوچني سوري شتون لري چې stomata ورته وايي او د دغه stomata سوريو له لارې اخېستل شوې اوبه بېرته بهريږي. بيا چې هر کله ورځ ګرمه او توده وي، نو د فوتوسنتیز/photosynthesis عمليې پر اساس چې لمر جذبيږي نو ذخيره شوې اوبه مصرفيږي، چې پايله کې د بوټي سټې او پاڼو ته اوبه نه رسيږي او دې سره تنکۍ سټه او پاڼه نه شي کولی چې نيغې ودريږي او ورته مړاوېتوب يا Wilting وايي.
د يو لنډ وخت لپاره غير لرګين بوټو ته چې اوبه ونه رسيږي، نو دغه بوټي لويږي او پاڼې يې لاندې ځوړند وي؛ دې وخت بل زيان بوټو ته دا دی چې پاڼې يې نه شي کولی لمر ته نيغې ودريږي او وړانګې جذب کړي. که چېرې د يو اوږد وخت لپاره اوبه ورنه کړل شي، نو له يوې خوا د اوبو له امله او له بلې خوا دا چې د پاڼې او تنکۍ سټه د لمر وړانګې نه شي اخېستلی نو ښايي ژر د ګلانو او نورو بوټو د له منځه وړنې سبب شي.
د اوبو پرته د ویروس، باکتریا او فنګس له امله ځيني ناروغۍ هم شته چې د بوټو د مړاوېتوب سبب کېږي. که چېرې بوټو ته اوبه هم ورکول کېږي او بيا يې هم پاڼې او تنکۍ سټه ځوړنډ وي، نو د ویروس، باکتریا او فنګس له امله نباتي ناروغي پيدا شوې ده، چې د کرنې برخې اړوند متخصصين يې درمل او دواګانې توصيه کولی شي.
له دې ټولو پرته، ځيني تنکي بوټي د لمر په ډوبېدو او تياره کېدو سره مړاوي کېږي، چې دا يې طبيعي جوړښت دی او لامل يې تنده يا کومۍ ناروغۍ نه دي. دا حالت د Legume په څېرو بوټو کې شتون لري، چې د شپې پر مهال مړاوي، خو سهار د ورځې په روښانه کېدو سره بېرته پورته او تازه کېږي.
وروستي