سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۱۱- لومړی پېتر (لوی پېتر)؛ د تزاري روسيې امپراتور 

 نوم يې پېتر وو. ده ته لوی پېتر يا Peter the Great هم وايي. دغه روسی سياستوال ۱۶۷۲ز کال کې د روسيې پلازمېنه، مسکو کې زږېدلی وو. دی لا څلور کلن وو چې پلار مړ شو. پېتر ۱۳ وروڼه درلودل، چې د پلار له مړينې وروسته دی او بل ورور په ګډه د پلار ځای ناستي شول او د حکومت چارې يې په لاس کې واخېستې. پېتر لس کلن وو، چې شريک پاچا شو. ۱۴ کاله دی او مشر ناروغ ورور يې په ګډه د حکومت مشران وو او دې ۱۴ کالونو کې، له دې امله چې څوګ بايد پاچا اوسي، د پيتر او د هغې د ورور د ملګرو او کورنۍ د غړو ترمنځ نښتې هم شوې، چې يو شمېر کسان په کې وژل شوي وو. 

۱۷۹۴ز کال کې د نوموړې مور مړه شوه دې سره دی د واک پر سر له کورنيو محدويتونو خلاص شو او ځان يې د تزاري روسيې پاچا اعلان، د کورنۍ له نورو غړو- خويندونو او وروڼو يې ټول واک خپل کړ او د خپل حکومت لپاره يې کورنۍ او بهرنۍ پالېسۍ جوړې کړې. پېتر له ځوانۍ دنګ، لوړه روحيه لرونکی او خوښ مزاج لرونکی پاچا وو. 

د پاچا په توګه واک ته رسېدو سره دغه پاچا بهرني سفرونه پيل کړل.  اروپا ته لاړ او هڅه يې دا وه، چې هلته  د ژوند بڼه، زده کړې، سياست او هنرونه وګوري او بيا يې روسيې ته انتقال کړي. نوموړي همداسې وکړل. د څو اوږدو سفرونو وروسته يې د لوېديځ بڼې کاپي کړې او روسيه يې پر مډرنه کړه. نوموړي د هغه مهال د غښتلي بحري پوځ جوړونه هم له غرب را کاپي کړه او روسيه لپاره يې د وخت د اړتيا اړوند بحري پوځ جوړ کړ. پيتر په دې شهرت پيدا کړ، چې په بهرني او کورني سياست کې يې روسيه پرمختللی هېواد کړ. 

 تزاري روسيه له ۱۵۴۷ تر ۱۷۲۱ کالونو پورې د روسيې مرکزي شاهي حکومت وو. تزار د پاچا په مانا دی. پېتر په ۱۷۲۱ز کال کې وروسته له هغې چې سويډن سره يې خونړۍ جګړې پای ته ورسېدې ځان يې د ټولې روسيې امپراتور اعلان او د تزار يا پاچا پر ځای يې ځان امپراتور او تزاري روسيه يې د روسيې امپراتوري کړه. پېتر د بلاورس، اوکراين، اوسنۍ روسيې او فنلانډ امپراتور وو. ۱۹۱۷ز کال کې روسيه کې بالشویک پاڅون وشو او دې سره شاهي حکومت يا تزار او د روسيې امپراتوري چې پېتر جوړه کړې وه له منځه لاړ او دغه هېواد جمهوريت شو. 

د لومړي پېتر په اړه ويل کېږي، چې هغې ته د نوموړي د ميرمنې او دويم زوی له خوا زهر ورکړل شوی او په دې پار ووژل شو، چې واک ترې پاتې شي. د پېتر له مړينې وروسته د هغې ميرمن د نوموړي ځای ناستې شوه. ځينې سرچينې ليکلي چې پېتر د مثانې د ټپ له امله ناروغ د ۵۲ کالونو په عمر ومړ.