اووه مياشتې يې انتظار وکړ، د ښوونځيو دروازې پرې بندې شوې، ورته وويل شول، چې موږ کار کوو، طرحې جوړو، بيا اجازه درکوو. هغه افغان نجونې چې په تورو کاليو او سپين ټکري کې ښوونځي ته تللې، مسلمانې دي او ښوونځي کې يې د خدای او رسول له حکومونو سره زده کړې کولې، په دې بهانو له زده کړو بند شوې چې يو اسلامي سېستم درته برابر کړو. نه پوهېږو، څنګه اسلامي سېسټم؟ دوی خو لا وړاندې مسلمانې وې. ښوونکي يې ښځينه وو، ټولګي يې له هلکانو جلا وو، سترو- حجاب کې وې، درس به په بسم الله پيل او د "الله په امان" کلمو ويلو سره به کورونو ته لاړې.
ټولګي کې يې د سپيڅلي قرآن کريم آيتونه، د خوږ پيغمبر حديثونه، د رسول الله ص او اصحابو کرامو کيسې او غزاګانې، د لمانځه فرض او سنت، د اسلام بناوې، د قران کريم تفسير، د خدای او رسول احکام زده کول. دې سره څنګ کې يې کيميا، بيالوژي، رياضي او فزيک زده کول؛ ترڅو ډاکټرانې شي او سبا افغان ميرمنې اړې نه وي چې د غاښونو درد لپاره يې نارينه ډاکټر په خوله کې لاسونه ووهي. قاضيانې او څارنوالانې شي، چې د افغان ښځو ستونزې او قضايي مسلې ميرمنې حل کړي. زده کړې وکړي، چې ښه او بد وپېژني او توپير يې کړي؛ د حلال او حرام په توپير پوه شي، ځان وپېژني، ترڅو خدای وپېژندلی شي، ځان جوړ کړي، چې کورنۍ، ټولنه او هېواد جوړ کړای شي.
ځينې نجونې ټوله شپه وېښې وې، ترڅو سهار وختي ښوونځي ته لاړ شي؛ ځينو د مکتب کالي، کتابونه، بکسونه او بوټان د شپې برابر کړي وو، چې سهار وختي لاړ شي او پرې ناوخته نه شي. افغان نجونې زده کوونکو، له خوښۍ د شپې خوب ونه کړ، ټوله شپه يې دا فکرونه کول، چې سهار به ښوونځي ته ځي، خپلې ټولګيوالې او ښوونکې به ګوري، د ټولګي له مېزونو به د اوو مياشتو ګرد او غبار پاکوي، بيا به تورې تختې ته ګوري او د تباشير له سپينو کرښو به زده کړې کوي او له ښوونکو به رڼاګانې تر لاسه کوي. د افغانانو اقتصاد کمزوری دی، که کورنۍ يې د قلم او کتابچې د اخېستو وس نه درلود، خو نجونو زده کوونکو ټول ژمی لس - لس افغانۍ ټولې او ځان لپاره يې پرې قلم، کتابچه، بکس او نور درسي مواد واخېستل. د معمول خلاف، ښوونځيو ته نيم، يو ساعت وړاندې لاړې، منتظرې وې، چې د ښوونځي زنګ به ووهل شي او ټولګيو ته به دننه شي، خو داسې نه وه؛ بشپړه ناهيلې او د توقع خلاف او شوې ژمنې خلاف خبره اوري. دوی ته ويل کېږي، "ټولې هغه نجونې چې له شپږم ټولګي پورته ټولګيو کې دي، بېرته دې کورونو ته لاړ شي، دوی نه شي کولی درس ووايي، دوی ته اجازه نشته چې ټولګي کې پاتې شي، دوی نه شي کولی له ښوونکو زده کړې وکړي، دوی دې بېرته تشې کتابچې واخلي او خالي لاسونه او خالي مغز دې کور ته لاړې شي."
دا ډېره د درد او ناهيلۍ شيبه ده، موږ يې په لېدو او اورېدو سترګو کې اوښکي نه شو ساتلی، هغه نجونې چې دوی په دې ناهيلۍ د ښوونځي او ټولګي له دروازې رخصت او وشړل شوې، دوی به څنګه د اوښکو پر ځای وينې نه اچوي.
دا وضعيت له هېڅ تېرو دورو سره نه مقايسه کېږي، دا په خپله تاريخ جوړوي او دا به تاريخ وليکي، چې افغان نجونې د ښوونځي او ټولګي له دروازو وګرځول شوې، په سرو سترګو او د اوښکو په ډکو سترګو يې کورونو ته ولېږلې او ورته وويل شول، چې درس مه وايي؛ دا به تاريخ وليکلي، خو دې ته به تاريخ هم ژاړي.
وروستي