د روسيې اوکراين جګړه کې؛ د نړۍ کوم هېوادونه د روسيې ملاتړ کوي؟ 

د روسيې او اوکراين په جګړه  کې، د نړۍ ستر هېوادونه يا روسيې او يا هم د اوکراين سره ولاړ دي، ځيني هېوادونه په څرګنده له روسيې يا له اوکراين ملاتړ کوي، خو ځيني نور بيا، په ښکاره د بې طرفه، سولې او منځګړېتوب دريځ نيسي، خو په واقعيت کې يا د اوکراين او يا هم د روسيې اړخ نيسي. د نړۍ هغه هېوادونه چې د درېيمې نړۍ هېوادونه ورته وايي، په جغرافيايي اساس له روسيې او اوکراين لېرې پرته دي او خپلو ستونزو او جګړو کې دي، په رېښتنې مانا د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه کې بې طرف دي. 

ايران 
اسلامي هېوادونو کې ايران دی، چې له روسيې ملاتړ کوي. له روسيې د ايران د ملاتړ لاملونه شتون لري. ايران امريکا سره کړکيچنې اړيکې لري او دا چې د اوکراين جګړه کې روسيه له امريکا سره هم مخ ده، نو پر دې اساس، ايران له روسيې ملاتړ کوي. له روسيې د ايران د ملاتړ بل لامل دا دی، چې روسيه  ايران سره د وسلو مرسته  کوي او دې برخه کې روسيه د ايران ستر تمويلونکی هېواد دی. ايران په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم ملاتړ کولو او روسيې دې برخه کې هم د ايران لاسنېوی کړی دی. هغه مهال چې امريکا په عراق کې د ايران مخکښه سياسي او استخباراتي څېره قاسم سليماني په نښه کړ، نو روسيې ايران سره خواخوږي څرګنده او د امريکا بريد يې وغندلو. 

سوريه 
اسلامي اسيايي هېوادونو کې سوريه هغه هېواد دی، چې پر اوکراين د روسيې د بريد لومړيو ورځو کې يې له ولسمشر پوتين سره ټيلفوني خبرې وکړې او د بشپړ ملاتړ ډاډ يې ورکړ. بشار اسد پر اوکراين د روسيې بريد د تاريخ سمون ياد کړ او زياته يې کړه، چې دا دي قدرت توازن لپاره اړينه مسله ده. 

چين 
د اوکراين پر وړاندې د روسيې جګړه کې، له  روسيې د چين په ملاتړ کې شک نشته او سترګې پرې نه شي پټېدلی. چين او روسيه په خپل منځ کې ژورې اړيکې لري. له سوداګريزو اړيکو نېولې بيا تر پوځي همکاريو او د غرب پر وړاندې د يو دريځ لرل، روسيه او چين سره نېږدې کړي دي. له روسيې د چين ملاتړ امريکا او ناټو هم ورخطا کړي دي. لويديځو هېوادونه په بار بار له چين  غوښتي دي، چې له روسيې دې ملاتړ  نه کوي او که چېرې چين روسيې ته پوځي مرستې ورکړې، نو د لوېديځې نړۍ له غبرګون سره به مخ شي. 

د پخواني شوروي يووالي غړي هېوادونه 
د بیلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او قرغزستان په شمول ډېری هغه هېوادونه چې د پخواني شوروي يووالي غړي وو، د روسيې او اوکراين جګړه کې روسيې سره ولاړ دي. روسيه پر دغه هېوادونو  له نېږدې نظر ساتي او بهرنی سياست يې د روسيې د بهرني سياست پيروي کوي. 

کيوبا
لاتينه يا سويلي امريکا کې کيوبا هغه هېواد دی، چې روسيې سره تاريخي اړيکې لري، له يوې خوا د کيوبا کمونيستي رژيم او له بلې خوا، امريکا سره د کيوبا بې خونده اړيکې سبب شوې دي، چې اوسنۍ جګړه کيوبا له روسيې ملاتړ وکړي. 

وینزویلا
سويلي امريکا کې وینزویلا بل هېواد دی، چې پر اوکراين يې د روسيې بريد ملاتړ وکړ؛ ناټو او امريکا يې ملامت کړل، چې د روسيې په ګاونډ اوکراين کې يې پارونکي کړنې او سياستونه کول او په پايله کې يې د روسيې او اوکراين ترمنځ کړکيچ تر جګړې ورسېد.

سوريه 
اسلامي اسيايي هېوادونو کې سوريه هغه هېواد دی، چې پر اوکراين د روسيې د بريد لومړيو ورځو کې يې له ولسمشر پوتين سره ټيلفوني خبرې وکړې او د بشپړ ملاتړ ډاډ يې ورکړ. بشار اسد پر اوکراين د روسيې بريد د تاريخ سمون ياد کړ او زياته يې کړه، چې دا دي، قدرت توازن لپاره اړينه مسله ده.