کابل (روهي): پوهنې وزارت وايي چې هېواد کې له شپږ ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر دوېیم امر پورې وځنډېدل.

د باختر خبري اژانس خبر له مخې، پوهنې وزارت د نجونو ټولو هغو ښوونځیو او ليسو ته چې له شپږم ټولګي څخه پورته دي خبر ورکول کېږي چې ديادو مکاتبو او ليسو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، هر کله چې په دي اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د ا.ا د مشرتابه حکم وشي بيا به مکاتبو او ليسو ته رسما خبر ورکول شي.