
کابل (روهي) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو وايي، هېواد یې د افغانستان پرمختګ لپاره کار کوي او په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو اړتیا ده.
هغه دغه څرګندونې په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس کې کړې دي.
ده زیاته کړې چې دوی په سیمه کې د یوه امن او با ثباته افغانستان غوښتونکي دي او تمه لري چې وکړی شي ددغه هېواد په پرمختګ کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.
وانګ يو ویلي، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو اړتیا ده او چین تیار دی چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه له نورو اسلامي هېوادونو سره هم د ښو اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاتوي، دوی هڅه کوي له ټولو اسلامي هېوادونو سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې پراخې اړیکې ولري.