ملګري ملتونه: افغانستان کې له نشه يي توکو تر ۲،۷ میلیارد ډالرو عواید راټول شوي

کابل (روهي) د ملګرو ملتونو د جرمنو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې څانګه وايي چې تېر کال افغانستان کې له نشه يي توکو د ۱،۷ یا ۲،۷ میلیاردو ډالرو په شاوخوا کې عاید راټول شوي دي. 

د دغې ادارې راپور له مخې، روان کال هم په افغانستان کې پر ۱۷۷ زره هکتاره ځمکه خشخاش کرل شوي دي او دا غیر قانوني اقتصادي فعالیت لا هم ادامه لري. 

سرچینې لیکلي چې له شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار کال په کال ډېرېږي خو اړتیا ده چې نور یې مخنیوی وشي.

سرچینې زیاته کړې چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه دغه توکي په جنوبي ولایتونو په تېره بیا په هلمند کې تولېدېږي.