لس نښې چې ښيي تاسې تايروئيد ناروغي لری 

 تايرويئد ناروغي (thyroid disease) هغه نومونه يا اصطلاح ده، چې د همدې غُدې د هورمون نامنظم او بې ترتيبه توليد ته وايي. هر کله چې تايرويئد غُده له حد ډېر يا ډېر کم هورمون توليد کړي، نو د تايرويئد ناروغي يا thyroid disease ورته وايي. هر کله چې تايرويئد هورمون له کچې ډېر شي، نو وجود انرژي ډېره ژر ژر مصرفوي او دغه حالت ته پرکاري تایروئید (hyperthyroidism) وايي. د تايروئيد هورمون په ډېر توليد سره د زړه ضربان ډېريږي، وزن کميږي او ستړيا احساسيږي. که چېرې بيا د تايروئيد غُده په کمې کچې هورمون توليد کړي نو هايپوتايرايډيزم (hypothyroidism) ورته وايي.

که چېرې تاسې دغه لاندې نښې ولری، نو تايروئيد غُده نارمل فعاليت نه کوي او تاسې پر  تايرويئد ناروغۍ (thyroid disease) اخته شوي ياست. 

۱- ستړيا: که چېرې د شپې مو ښه خوب کړی وي؛ سهار د خوب پورته کېدو وروسته او بيا د ورځې په جريان کې د  ډېرې ستړيا احساس کوی. 

۲- خپګان او اندېښنې: پرته له کوم څرګند لامل او پېښې د زړه تنګون، خپکان او پرېشاني، د تايرويئد ناروغۍ ښوودنه کوي. هر کله چې د تايرويئد هورمون غير منظم وي، نو لامله يې د خپګان او زړه تنګون احساس پيدا کيږي. 

۳- ناراحتي: داسې احساس چې تاسې په کې ډېر ناراحته او ناارامه ياست. دې وخت کې تايرويئد غُده ډېر هورمون توليدوي او د هورمون ډېر توليد مېتابولېزم ګډوډي چې امله يې ناارامي رامنځته کېږي. 

۴- تمرکز خرابېدل: که چېرې د تايروئيد هورمون توليد ډېر وي، نو دا ستونزه پيدا کېږي، چې پر يو څه به تمرکز نه شی کولئ. کله چې وغواړئ يوه موضوع او يا مطالعه په تمرکز سره وکړی، نو د هورمون د لوړې کچې توليد به مو تمرکز ګډوډوي. ورته وخت کې به تاسې د هېرېدو له ستونزې سره مخ وی، څيزونه او خبرې به مو ژر هېريږي. 

۵- د لېوالتيا کمېدل: پر تايروئيد ناروغۍ اخته ناروغان له خپلې ښځې/خاوند سره د جنسي اړيکو او کوروالي لېوالتيا له لاسه ورکوي. که چېرې پرته له کومې بلې ناروغۍ او پېښې د جنسي اړيکو د تر سره کولو لېوالتيا شتون ونه لري، نو دا نښه هم د تايروئيد ناروغۍ ده. 

۶- د پوستکې وچېدل او خارښت: هغه وخت چې تايروئيد غُده په نه روغتيايي ډول سره کم هورمون توليد کړي، hypothyroidism ورته وايي. hypothyroidism د پوستکي د وچېدو او خارښت سبب کېږي.

۷- قبضيت: د قبضيت د رامنځته کېدو يو لامل د تايروئيد غُدې د هورمون کمښت دی. په hypothyroidism  کې چې هورمون کم توليديږي، نو قبضيت يې يوه نښه ده. ښايي د قبضيت لاملونه نور وي، خو په خپله قبضيت د ټيټ تايروئيد يوه نښه شمېرل کېږي. 

۸- ميرمنو کې د مياشتنۍ ناروغۍ ګدوډي: ځيني وخت په ميرمنو کې د مياشتنۍ ناروغۍ قاعده ګډوډيږي. دا ناروغي چې په يوه مياشت کې د ۲۴ يا ۲۵ شپو په واټن يو ځل راځي، ځيني وخت د دوه مياشتنيو ناروغيو ترمنځ ورځې ډېرې او ځيني وخت کمې شي. دا ګډوډي هم د تايروئيد ناروغۍ په نښو کې شامله شمېرل کېږي. 

۹- ساړه کېدل: هر کله چې د تايروئيد غُده کم هورمون توليد کړي، نو امله يې وجود کې کمه انرژي توليديږي. د کمې انرژۍ توليد سبب کېږي، چې اغېزمن کس د يخنۍ او ساړه احساس وکړي. د ټيټ تايروئيد يا hypothyroidism يوه ځانګړې نښه ساړه کېدل دي، خو په مقابل کې په لوړ تايروئيد کې د ناروغ کس ګرمي کېږي. 

۱۰- د غږ بدلون او اورمېږ کې پړسوب: د غږ بدلون او اورميږ کې پړسوب د تايروئيد ناروغۍ څرګندې فزيکي نښې دي. که چېرې د ډېر وخت لپاره ستاسې غږ ډبل او بدل وي او همدا ډول د لاس په وسيله خپل اورميږ لمس او نااشنا درته ولېدل شي، نو لامل يې د تايروئيد غُدې ګډوډي ده.