کابل (روهي) د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ۴۸مه غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، هېڅ چاته باید اجازه ورنه کړل شي چې افغانستان بې ثباته کړي
هغه وايي: "موږ باید د هغو ورانکارو په وړاندې ودریږو چې غواړي د افغانستان بې ثباته کولو ته دوام ورکړي او د دغه هیواد خاورې څخه د تروریزم د ترویج لپاره استفاده وکړي."
ده زیاته کړې چې له داع.ش ډلې سره د مبارزې لپاره باید افغان چارواکي وهڅول شي او په افغانستان کې له پاکستاني طالبانو، القاعده او نورو ډلو سره د مبارزې لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا ده.
یادې غونډې ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې ده.
هغه په افغانستان کې د بشري حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو حقوقو پر ټینګښت او د تعلیم پر ودې باندې ټينګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو ویر سعید خطیب زاده ویلي چې له یمن څخه نیولې بیا تر افغانستانه پوري، د بحرانونو د حل کیلي د اسلامي نړۍ هیوادونو یووالی دی.
په دغه غونډه کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون کړی دی او دوه ورځې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ګډون نه دی کړی خو ویل کیږي چې د یاد وزارت د سیاسي څانګې مشر اکبر عظیمي ګډون کړی دی.
وروستي