کابل (روهي) د اسلامي هېوادونو سازمان او اسلامي پراختیايي بانک د افغانستان لپاره د بشري مرستو راټولولو په موخه نن د یوه صندق جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.
دغه هوکړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په شتون کې د اسلامي هېوادونو سازمان مشر حسین ابراهیم طه او د اسلامي پراختیايي بانک مشر محمد سلیمان الجاسر په اسلام اباد کې لاسلیک کړه.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یاد صندوق د اسلامي پراختیايي بانک ملاتړ تر څارنې لاندې د بشري مرستو راټولولو په موخه جوړیږي.
د یادونې وړ ده چې د یاد صندوق جوړلو پرېکړه د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستي غونډه کې - چې د تیر میلادي کال د دیسمبر په ۱۹مه پاکستان کې وه – منلې شوې وه.
وروستي