متقي: ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نشتون د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې ده

کابل (روهي): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وايي چې یوناما دې د نوي حکومت په رسیمت  پېژندلو او په اقتصادي برخو کې د بندیزونو لیري کولو لپاره کار وکړي. 

هغه دغه څرګندونې نن افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) له مشرې ډیبورالانیز سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له قوله راغلي چې افغانستان کې د یوناما د ماموریت یو کلن تمدید څخه تمه داده چې  د افغانستان لپاره مثبت نتایج ولري د بشري مرستو ور ها خوا په سیاسي برخو کې هم اغېزمن ګامونه واخلي.

ده ویلي چې دغه اداره دې د نوي حکومت په رسیمت  پېژندلو او او اقتصادي برخو کي د بندیزونو په لیري کولو لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نشتون  په کور دننه او بهر د افغانانو د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې ده او تر پښو لاندي شوي دي.

دغه راز سرچینې لیکلي چې په یاده ناسته کې په بشري مرستو او حقونو، انکشافي پروژو، بانکي سکتور، اقتصادي ودې او نورو موضوعاتو هم بحثونه شوې دي.

سرچینې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) له مشرې ډیبورالانیز لاینز له قوله لیکلي چې دې د امنیت شورا په تېره غونډه کې د افغانستان په اړه مثبت راپور وړاندې کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کي هوکړه شوې چي د یادو موضوعاتو د حل لپاره به تماسونه او غونډی جاري وي.