د امريکا او روسيې د پوځي ځواک پرتله

د امريکا متحده ايالات نړۍ کې لومړۍ شمېره تر ټولو غښتلی پوځ لري او له امريکا وروسته د روسيې پوځي وړتيا دويمه شمېره کې راځي. دواړه هېوادونه د پوځيانو د شمېر، پوځي وسايلو، پوځي ټېکنالوژۍ او پوځي قدرت پر بنسټ نړۍ کې لومړۍ او دويمه شمېره تر ټولو ستر هېوادونه دي. دې ليکنه کې د امريکا متحدو ايالتو او روسيې د پوځي وړتيا او غښتلتيا پرتله/مقايسه شوې. 

کلنۍ بوديجه 
د امريکا متحدو ايالتو د پوځ کلنۍ بوديجه ۷۳۸ مېليارده امريکايي ډالر کيږي. روسيه پر خپل پوځ ۱۵۴ مېليارده امريکايي ډالر لګوي، چې په پرتليز ‌ډول له امريکا ډېره ټېټه کلنۍ بوديجه ده. 

وګړي 
د امريکا متحدو ايالتو د وګړو شمېر د روسيې د وګړو نېږدې دوه برابره دی؛ د امريکا ټول نفوس ۳۳۵ مېليونه او د روسيې د وګړو شمېر ۱۴۲ مېليونه تنه دی. له دې منځه؛ د روسيې د پوځيانو شمېر ۸۵۰ زره او د امريکا د پوځ شمېر يو مېليون او ۳۹۰زره تنو ته رسيږي. 

پراخوالی
د پراخوالي پر بنسټ روسيه د نړۍ ترټولو ستر هېواد دی، چې ډېر پرخوالی لري؛ د امريکا متحدو ايالتو پراخوالی نېږدې يو مېليون کيلو متره مربع ته رسيږي او د نړۍ درېيمه شمېره تر ټولو ستر هېواد دی. 

هوايي ځواک 
د امريکا متحدو ايالتو هوايي ځواک کې له ۱۳زره کوچنۍ، غټې، بريدګرې او وړونکي چورلکې او الوتکې شتون لري؛ د روسيې په هوايي پوځ کې د چورلکو او الوتکو شمېر سل د پاسه څلور زره دی. د روسيې او امريکا د هوايي پوځ د چورلکو او الوتکو ترمنځ د توپير شمېر ۹۰۰۰ کېږي. 

ځمکنی پوځ 
د امريکا متحد ايالت په خپل ځمکني پوځ کې څه د پاسه شپږ زره ټانګونه، ۴۵زره زغروال ګاډي، ۱۵ سوه توپونه او په زرګونه نور پوځي وسايل او ګاډي لري. د روسيې په ځمکني پوځ کې د ټانکونو شمېر له امريکا ډېر او ۱۲ نيم زره دی. ۳۰زره زغروال ګاډي او نور جنګي وسايل لري. 

بحري پوځ 
بحري پوځ کې روسيه له امريکا وړاندې ده. روسيه شپږ سوه او امريکا څه کم پنځه سوه، بحري وړونکې، برېدګرې او جنګي بېړۍ لري. د نړۍ په کچه د امريکا متحدو ايالتو بحري پوځ درېيم او د روسيې بحري پوځ دويم مقام لري. 

د تيلو توليد 
د تيلو توليد برخه کې د امريکا متحد ايالت د نړۍ لومړی هېواد راځي، او روسيه دې برخه کې دويم د تيلو تر ټولو ستر توليدونکی هېواد دی.  

دا پرتله روان ۲۰۲۲ز کال کې شوې ده؛ روسيه شل کاله وړاندې د امريکا متحدو ايالتو سره د پرتلنې وړ نه وه، خو په وروستيو دوه لسيزو کې روسيې وکولی شول، چې ځينو برخو کې ځان امريکا سره مساوي او ځينې نورو کې ورنېږدې شي چې دې سره کولی شي، د امريکا پر وړاندې د قدرت توازن سيالي پيل کړي.