کابل (روهي) د افغانستان بانک وايي چې سبا ته د داوطلبۍ له لارې شاوخوا ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره پلوري.
د دغه بانک خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
وروستي