د پوهنې وزارت: خلک دې خپل اولادونه سر له سبا ښوونځیو ته واستوي

کابل (روهي) د پوهنې وزارت وايي چې سبا د سړو سیمو د ښوونځیو او نورو روزنیزو مرکزونو تعلیمي کال پیلیږي

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اراده لري چې په خپل ټول ظرفیت او امکاناتو سره په هېواد کې نوي تعلیمي کال پيل او د زده کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپیریال او لازم ښوونیز او روزنیز شرایط برابر کړي.

یاد وزارت د ټولو ولایتونو، ولسوالیو او د حوزو له امرینو غوښتې چې د نوي تعلیمي کال په بهیر کې د پوهنې وزارت د تعلیمي پلانونو د باکیفیته تطبیق لپاره خپل مسوولتونه په پوره امانتدارۍ ترسره کړي.

د سرچینې له مخې، د ټولو مدارسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مراکزو ښوونکي او زده کوونکي باید د لباس او یونیفورم په برخه کې شرعی او ملي معیارونه په نظر کې ونیسي.

د پوهنې وزارت له خلکو غوښتې چې  خپل اولادونه مدارسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مراکزو ته واستوي او اجازه ورنه کړي، چې جهل او ناپوهي د هېواد راتلونکې بدمرغه کړي.