غني: واک ترلاسه کول اسانه خو ساتل يې سخت دي

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په فيسبوک خپله تازه خپره کړې وينا کې د افغانستان د اوسني وضعیت د حل لپاره د ملي خبرو او بحث په پیل کېدو ټېنګار کړی دی.

هغه ويلي چې هغه افغانان باید یو بل ته لاس ورکړي‌ او یو بل و مني چې په تېرو څو لسیزو کې یې له یو بل سره جګړه کړې ده.

نوموړي زياته کړې چې ملي مشروعیت اساس دی او ملي مشروعیت د زړونو د یو کولو او د فکرونو د یو والي له لارې ترلاسه کېدای شي.

غني وايي چې افغانستان نباید د بشري مرستو مستعمره وي.

هغه ويلي چې افغانستان کې باید داسې نظام راشي چې تلپاتې وي او ټېنګار یې کړى چې باید څو محدودو اشخاصو ته د افغانستان واک ورنکړل شي. 

نوموړي دغه راز ويلي چې باید تېرې تېروتنې تکرار نشي، که تېرې تېروتنې تکرار کړو، یو بل ونه منو، په حذف او انحصار اتکا وکړو، خدای ناخواسته بدې پېښې به تکرار شي او د جنګ لمبې به بیا بلې شي.

ده طالبانو ته په اشارې ويلي چې د واک ترلاسه کول اسان دی خو د هغه ساتل او تحکیم سخت دي، اړتیا ده چې په خپلو کې سره یو ملي بحث پيل کړو او یوې نتیجې ته ورسېږو.

هغه وايي چې افغانستان پراخې اقتصادي، مالي او بشري سرچېنې لري او د دغو سرچېنو څخه د استفادې لپاره باید یوه افغانه اقتصادي‌ طرحه موجوده وي‌ نه د بهرنیو افکارو او نظرونو په اساس جوړه شوې طرحه.

 غني ويلي چې له افغانستان سره بشري مرستې باید په شفاف او موثر ډول مدیریت شي.

 ده د افغانستان د پرمختګ لپاره د بهرنۍ تګلارې او طرحو په اړه هم مخالفت څرګند کړ او وویل چې باید اوسني وضعیت ته په کتو له موجوده طرحو څخه کار واخیستل شي.

 غني چې اوس په اماراتو کې دی، د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري لومړۍ) د نوي کال په مناسبت دا وینا خپره کړې ده.