اداره او مدیریت د هېوادونو په پرمختګ کې مهم او د پام وړ رول لري

په اداره او اداري چارو باندې پوهېدل د هرې څانګې زده کړیال ته اړین بلل کېږي، ځکه چې اداره او مدیریت د ژوند ټولې چارې رانغاړي.

دا چې موږ په دې لیکنه او تحلیل کې په اداره او اداري چارو باندې وپوهېږو لومړی باید په دې اړه یو څه تخنیکي بحث وکړو.

لومړی پر اداره پېژندنې باندې بحث کوو: اداره عربي کلیمه ده چې د ادارا څخه اخیستل شوې چې د چلولو په معنا باندې ده او همدارنګه په اصطلاح کې اداره: په نورو باندې د کارونو اجرا کول دي او یا هم اداره هغه جوړښت دی چې ځانګړی هدف، افراد او جوړښت ولري.

اداره او مدیریت خورا ډېر ارزښت لري او پر همدې بنسټ خلک خپلې چارې پر مخ بیایي، د ټولو چارو د ترسره کولو لپاره مدیریت ته اړتیا ده او بې له ادارې او مدیریت څخه د ژوند چارې په سم او منظم ډول باندې پر مخ نه ځي.

په ټوله کې د سیاسي علومو له نظره اداره پر دوو برخو باندې وېشل شوې، چې یوه یې عمومي اداره ده او بله یې هم خصوصي اداره بلل کېږي چې دواړه به دلته تحلیل کړو، لومړی عمومي اداره: هغه اداره ده چې د ټول هېواد په سطحه تر بحث او څېړنې لاندې نیول کېږي او بله هم خصوصي اداره: هغه اداره چې د یوې مؤسسې او علمي مرکز په کچه باندې وي.

همدارنګه که اداره له اقتصادي اړخه تر بحث او څېړنې لاندې ونیسو نو داسې ویلای شو، چې له اقتصادي اړخه هم اداره په دوه ډولونو باندې ده یوه یې تجارتي اداره او بله هم غیري تجارتي اداره بلل کېږي. لومړی تجارتي اداره: هغه اداره بلل کېږي چې لومړی ګټه په نظر کې نیسي او بیا وروسته خدمات وړاندې کوي. غیرې تجارتي اداره: هغه اداره ده چې دوی په لومړی قدم کې خدمات وړاندې کوي او دوهم قدم کې خپل لګښتونه په نظر کې نیسي.

د ادارې او مدیریت له عناصرو څخه یو هم موخه ده، چې پر بنسټ یې اداري کارمندان خپلو اهدافو ته ورسېږي، چې دې لپاره منظم پلان او ګډ کار ته خورا ډېره اړتیا وي، که موږ غواړو چې په اداره کې خپلې موخې په کم وخت او ژر ترلاسه کړای شو، زموږ موخې باید روښانه او واضع وي، هر پلان باید د ترلاسه کېدو وړ وي او ورته نور مهم او د پام وړ لومړیتوبونه.

په اداره او مدیریت کې دا تر ټولو ډېر مهم او اړین دی چې څنګه خپل ټاکل شوي اهدف ترلاسه کړای شو، ځکه په اداره او مدیریت کې په ټوله کې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو او جوړښت پر بنسټ باندې کار کېږي، موږ باید خپل ټاکل شوي اهداف باید لومړی ولیکو او همدارنګه داسې اهداف وټاکو چې هغه د حقیقت پر بنسټ وي او همدارنګه د ترلاسه کېدو وړ وي، تر څو دا اهداف ترلاسه شي او ګټه یې په ټوله کې ټولنې او خلکو ته ژر او په کم وخت کې ورسېږي.

د یوې ادارې بل مهم او بنسټیز عنصر هغه سرچینې دي، چې د یوې ادارې او یا سازمان له معنوي پانګې څخه عبارت دي، لکه: بشري منابع، فزیکي منابع او داسې نورې...

د یوې ادارې د پرمختګ لپاره باید مدیران ځینې مهم او بنسټیز اصول په پام کې ونیسي، چې هغه عبارت له همغږۍ، ګډ کار، د مراتبو سلسله، مسلکیتوب، د مسؤلیت اصل او ورته نور مهم  بنسټیز اصول او مقررات.

په ټوله کې د هېواونو په پرمختګ کې اداره او مدیریت خورا مهم او د پام وړ رول لري، ادارې باید د مسلکیتوب، اصولو ته پر ژمنتیا او د منلو پر بنسټ رامنځته شي، دا بیا کړای شي چې هېواد او شته بېلابېل بنسټونه منظم، پیاوړي او پر ځان بسیا کړي.