راځئ چې بحران پر فرصت بدل کړو

هغه ملتونه پرمختللي او خپلواک دي، چې له خپلو زېرمو، بشري ځواک او سرچینو څخه په ګډه د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ګټه اخلي.

پر همدې اساس زموږ د ګران هېواد افغانستان هر زون خپلو کلیدي ځانګړنو ته په کتو د هېواد په پرمختګ او ځان بسیاینه کې مهم او د پام وړ رول لري.

زموږ پلازمینه زون چې پکې کابل، پنجشیر، کاپیسا، میدان وردګ او پروان ولایتونه شامل دي، دغه زون د افغانستان تر ټولو لوی زون دی، تولیدات د دغه زون اقتصادي کلیدي ساحه حسابېږي، د کابل سیندیزه حوزه د دغه زون کلیدي سیندیزه حوزه ده، چې د هېواد په ځان بسیاینه کې خپل مهم رول لري.

ختیځ زون چې ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونه پکې شامل دي، دغه زون له مرکزي زون سره وصل دی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کلیدي سوداګریز دهلېز په توګه د فعالیت لپاره مهم دهلېز دی، دغه زون سرشاره او پرېمانه کرنیزو سرچینو لرونکی زون دی او همدارنګه دا زون کولای شي د کلیدي ترانزیتي واحد او کرنیزو تولیداتو د پروسس مرکز په توګه فعالیت وکړي.

جنوب زون چې کندهار، هلمند، نیمروز، ارزګان او زابل ولایتونه پکې شامل دي، د دې زون کلیدي سیندیزه حوزه د هلمند سیند دی، زیاتې کرنیزې ځمکې لري، ایران او پاکستان ته د کلیدي ترانزیتي حوزې په توګه عمل کوي.

مرکز زون چې هرات، بادغیس او فراه ولایتونه پکې شامل دي دغه زون د هریرود او هلمند سیندیزو حوزو سره ګډېږي، د دې زون مهمې ځانګړتیاوې د هرات په شاوخوا کې له تولیدي ساحو او له ایران او ترکمنستان سره سوداګري ده.

شمال زون چې کندز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونه پکې شامل دي، دغه زون د امو سیند له سیندیزې حوزې سره اړیکه لري، کلیدي ځانګړنې یې زیاتې کرنیزې او له طبیعي سرچینو ډکې ځمکې دي.

سویل ختیځ زون ولایتونه چې پکتیا، خوست، لوګر، پکتیا او غزني پکې شامل دي، دغه زون د کلیدي ترانزیتي واحد په توګه فعالیت کوي او د بڼوالۍ عمده اقلام تولیدوي لکه جلغوزي، چې دې زون کې د حلغوزیو د پروسس فابریکه هم شتون لري.

نو زموږ هر زون خپل کلیدي ارزښت لري او باید دې ټولو برخو ته پاملرنه وشي او د هېواد پرمختګ کې ترې ګټه پورته شي.