له جنسي اړيکو وروسته د ادرار ګتې؛ آيا ادرار د جنسي ناروغيو مخنېوي کولی شي؟ 

ښايي تاسې به هم دا ډېر اورېدلي وي، چې د ښځې او خاوند ترمنځ له جنسي اړيکو وروسته ادرار (رڼې متيازې) کول ګټه لري، خو دومره ژور به مو نه وي لوستي/اورېدلي، چې ولې ګټه لري او څه ګته لري؟ آيا له کوروالي وروسته د تشو متيازو کول، کولی شي د جنسي ناروغيو مخه ونېسي او که چېرې د جنسي ناروغيو مخه نه نيسي، نو هغه کومې ګټې دي چې له جنسي نېږدوالي وروسته د رڼو متيازو په کولو سره يې ښځه او خاوند تر لاسه کوي؟ بيا که چېرې له جنسي اړيکو وروسته تشې متيازې ونه شي، نو کوم زيان او توان لري؟ دې ليکنه کې دغه مسايل روښانوو. 

ميرمنو کې د خاصرې لګن برخې متخصص ډاکټر  لورین ای سټیوارټ له جنسي اړيکو وروسته د رڼو متيازو په اړه وايي، "تر اوسه کومه داسې څرګنده روغتيايي ګته نه ده پېژندل شوې، چې له کوروالي وروسته د رڼو متيازو په کېدو سره ښځې او خاوند ته رسيږي او نه هم کوم ډاکټر دا توصيه کوي؛ خو له کوروالي وروسته د رڼو متيازو کول هېڅ ډول روغتيايي ستونزه او زيان هم نه لري. هر کله چې له جنسي اړيکو وروسته د رڼو متيازو احساس پيدا شي، نو بيا ډېره غوره ده، چې رڼې متيازې يا ادرار وشي."

د بولي مجرا ميکروبي کېدنه يا urinary tract infection يو ستر لامل جنسي اړيکې دي. د نسایي رنځپوهنې ډاکټره جوناتن ډی بلیک وايي، چې د بولي مجرا ميکروبي کېدنه هغه مهال پېښيږي، چې هر کله جنسي اړيکې تر سره شي او د همدې جنسي اړيکو له امله مضرې بکترياوې په دې لار کې ټولې شي. دي هم په دې باور ده، چې له کوروالي وروسته رڼې متيازې د جنسي ناروغيو مخنېوي کوم رول نه لري، خو د بولي مجرا د ميکروبي کېدو د مخنېوي غوره لار د ډېرو اوبو څښل دي. نوموړې زياتوي چې يوه شپه - ورځ کې د يو نيم ليتر اوبو څښل د بولي مجرا د نه التهابي کېدو لپاره اړين  دي او نو هرکله چې ډېر اوبه وڅښل شي نو د تشو متيازو احساس هم ډېر پيدا کېږي. په دې مانا چې په خپله رڼې متيازې کومه ګټه يا زيان نه لري، خو دا چې اوبه ګټه لري او د اوبو څښلو وروسته د رڼو متيازو احساس پيدا کيږي؛ د بولي مجرا د نه ميکروبي کېدو لپاره ګټور تماميږي.  

پايله دا چې د جنسي اړيکو له امله لېږدونکي ناروغي د بکترياوو له امله پيدا کيږي او دغه مضرې بکترياوې د کوروالي پر مهال له ناروغ، روغ کس ته انتقاليږي. دا چې له کوروالي وروسته رڼې متيازې وشي، نو نه شي کولی له بولي مجرا دغه بکترياوې لېرې او پاکې کړي، خو که چېرې کوروالي وروسته تشې متيازې وشي، نو کومه ستونزه هم نه پېښوي.