د اکراین ولسمشر: که روسیه خبرې ونه کړئ، تاوان به وکړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي روسیې ته ویلي چې د بې‌ځنډه، معنا داره او منصفانه خبرو وخت راغلی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې که جدي خبرې ونه‌کړي داسې تاوان به وکړي چې تاوان به‌یې څو نسلونه ورکوي.

زلسنکي وايي:"غواړي چې ټول‌یې غږ واوري، په ځانګړي ډول مسکو. د کتنې وخت راغلی. اوس د خبرو اترو وخت دی".

کرملېن بیا ویلي، تیار دي چې د حل¬‌لارې د موندلو لپاره د اصولي لارو چارو له مخې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز هم د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې پر اوکراین د مسکو د حملې د درېدو امر وکړي چې له ډیپلوماتیکو حل‌ لارو د بشري بحران مخه ونیول شي.