له ټپي کېدو وروسته، سمدلاسه اغېزمن شوې او ټپي شوې برخه سور-رنګه او ګرميږي او درد پيدا کوي. هغه بهير چې په کې اغېزمنه شوې برخه پړسوب پيدا کوي د edema په نوم ياديږي او دغه پړسوب د نسجونو د خرابېدو، زيانمنېدو او خرابېدو له امله کېږي.
د پړسوب يو لامل دا دی، چې صدمه لېدلي نسجونو ته په ګړندېتوب سره وينه ځان ته رسوي، دغه د وينې ورتګ سبب کېږي، چې اغېزمنه شوې برخه سور رنګه او پړسوب پيدا کړي. دغه پړسوب يوازې د وينې جريان له امله نه دی، بلکې، د وينې سپين کرويات، پروټين او نور مايعات اغېزمنې شوې برخې ته جریان پيدا کوي او له امله يې پړسوب پيدا کيږي.
دغه پړسوب وروسته هغه وخت کميږي، چې کله د وينې سپين کرويات هلته ورسيږي. د وينې سپين کروياتو phagocytes نومي حجرې دنده لري، چې اغېزمنه شوې برخه کې د ټپ او التهاب له امله د حجرو ذرې او پاتې شونې ټولې او ځان کې جذب کړي، چې دې سره پړسوب په تدريج سره کميږي. څو ورځې وروسته د monocytes په نوم د وينې سپينو کروياتو نورې حجرې دغه برخې ته رسيږي او دغه حجرې دا وظيفه لري، چې ټپي شوې برخه کې مړې حجرې ټولې او پاکې کړي.
د روغتياپالانو پر وينا پړسوب په لويه کې غوره کړنه ده او وجود په خپله د ټپي شوي او التهابي شوې برخه د جوړونې لپاره فعاليت کوي. هلته د حجرو جوړونه کېږي او هغه حجرې چې د ټپ او التهاب له امله مړې شوې دي، پاک کيږي. پړسوب د ټپ او التهاب پر وړاندې د وجود يو طبيعي ځواب دی، چې غوره شمېرل کيږي.
ځيني وخت داسې وي، چې پړسوب اوږدمهاله کېږي او دې ته Chronic swelling وايي او له امله يې ستونزې پيدا کېږي. درد شتون لري او د وجود اغېزمنې شوې عضلې نارمل حرکت نه شي کولی. لنډه دا چې که چېرې د ټپ او التهاب له امله پړسوب د لنډ وخت لپاره وي، نو ګټور دی خو که چېرې دغه پړسوب اوږد مهاله شي، نو بيا نورې ستونزې پيدا کوي، چې ډاکټر سره پرې مشوره اړينه او مهمه ده.
وروستي