د نړۍ په تېر تاريخ کې هر هېواد کې د اعدام سزا مجرمينو ته ورکول کېده او هر کال به سلګونه کسان د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې اعدامېدل. په وروستۍ يوې پېړۍ کې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د اعدام سزا يا بيخي له منځه تللې او يا هم محدوده شوې ده. بيا هم، اوس وخت کې ډېری هېوادونه شتون لري چې د خپلو داخلي قوانينو اړوند د اعدام کړنه پلې کوي؛ خپل او بهرني وګړي د بېلا بېلو جرمونو او کړنو له عمله اعداموي. دې ليکنه کې هغه هېوادونه درښييو، چې د اعدام شمېرې په کې لوړې دي او هر کال لسګونه کسان په کې اعداميږي.
د بخښنې نړیوال سازمان ۲۰۲۰زکال کې ټوله نړۍ کې د ۱۴۷۷ کسانو د اعدام راپور ورکړی. د اعدام دغه ۱۴۷۷ حکمونو څخه ۴۸۳ کسان په علني او تايئد شوي ډول اعدام شوي دي. د ياد سازمان د ۲۰۲۰ کال د احصايي اړوند، اوس مهال نړۍ کې ۵۴ هېوادونه شتون لري، چې د اعدام پرېکړې او سزا په کې پلې کېږي. دلته لس هغه هېوادونه ذکر شوي دي، چې د ۲۰۲۰ کال کې يې تر ټولو ډېر کسان اعدام کړي دي.
۱- چين: چين نړۍ کې هغه هېواد دی چې ترټولو ډېر اعدام په کې کېږي. د چين قضايي سېسټم داسې دی، چې د اعدام سزا يې پټه او په علني ډول نه وي. د چين حکومت تر هغې چې کس يې اعدام کړی نه وي، موضوع رسنيزه کوي نه او نه هم په عام محضر کې اعدام پلی کوي. د شمېرو پر بنسټ، چين کې هره ورځ په منځني ډول پنځه کسان اعداميږي چې په يو کال کې له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ کسان پر دار پورته کېږي. د چين حکومت د اعدام پېښې نه رسنيزې کوي او نړيوالې ادارې نه شي کولی چې په کره ډول دغه هېواد کې د اعدام ترسره شوې پېښې مالومې کړي.
۲- جاپان: دغه هېواد کې هم د اعدام شمېرې لوړې دي. جاپان په داسې ډول اعدام کوي چې له اعدام وړاندې د محکمې پرېکړه اعلانوي او نه هم له اعدام وروسته. د چين سره د جاپان توپير په دې کې دی، چين د اعدام پرېکړه محکوم کس ته اعلانوي، خو کورنۍ او نور څوګ يې نه وي پرې خبر؛ بيا جاپان کې له اعدام يو ساعت وړاندې محکوم ته ويل کېږي، چې د اعدام شيبې يې رارسېدلې دي. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کالونو ترمنځ، جاپان کې ۲۴ کسان اعدام شوي. جاپان کې د چين په څېر قانون دی؛ د اعدام شمېرې لوړې دي، خو نه يې رسنيزې کوي، نو پر همدې بنسټ کره شمېرو ته لاس رسی نشته.
۳- سويلي کوريا: دغه هېواد کې وروستی علني اعدام په ۱۹۹۷ز کال کې شوی دی. هر کال نېږدې ۶۰ کسان په اعدام محکوميږي، خو مالومه نه ده چې له منځه يې څومره کسانو باندې دغه پرېکړې پلې کېږي.
۴- امريکا: دغه هېواد کې هم د اعدام سزا قانوني ده او پلې کېږي. دغه هېواد کې دوه مېليونه او درې سوه زره کسان د بېلا بېلو جرمونو له امله بنديان دي، چې د ۲۰۲۰ز کال کې دوی کې ۲۵۰۰ کسان په اعدام محکوم شوي وو. د مرګ پيچکاري ورکول، برق ورکول، ګاز ور خوشی کول او په ډزو وېشتل د امريکا متحدو ايالتو کې د اعدام طريقې او بڼې دي.
۵- سعودي عربستان، ايران، سوماليا، عراق او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو د ټولټال هغه ۵۴ هېوادونو په نوملړ کې دي، چې هر کال په کې څرګند او علني او يا هم نه رسنيز شوي اعدامونه تر سره کېږي.
وروستي