پسوریازیس (Psoriasis): د پوستکي بدرنګه ناروغي 

پسوریازیس (Psoriasis) د پوستکي يوه اوږدمهاله او تر ډېره بې درملنې ناروغي  ده. هغوی چې په دې ناروغۍ ککړ وي، د پوستکي بېلا بېلو برخو، په ځانګړي ډول زنګون، د وېښتانو لاندې د سر پر پوستکي او مړوندونو يې خارښت لرونکي او سره داغونه پيدا کېږي. د وروستيو پرمختګونو په پايله کې داسې درمل شتون لري چې پسوریازیس (Psoriasis) تر کنټرول لاندې نيسي، نښې - نښانې يې کموي خو په بشپړ ډول يې درمل او درملنه نشته. 

د پسوریازیس (Psoriasis) نښې - نښانې
دغه د پوستکي ناروغي داسې نښې لري چې له يو تر بل کس توپير کوي. د اغېزمن کس عمر، د اوسېدو ځای او نور روغتيايي وضعيت يې سبب کيږي، چې نښې توپيري اوسي، خو په لويه کې دغه ناروغي لاندې نښې لري. 

- پر مړوند، زنګون او د سر پر پوستکي د پسوریازیس (Psoriasis) نښې داسې دي، چې سور رنګ لرونکي داغونه پيدا شي او بيا سپين رنګه سرونه لري؛ 
- دغه داغونه وچ او سخت وي. خارښت کوي. د ګرولو له امله وينې کيږي او بيا درد هم لري؛ 
- ځيني وخت پړسيږي او د پړسوب له امله يې د پوستکي لاندې هډوکي هم درد کوي. 

- ځيني کسانو کې Psoriasis د ګوتو او پښو پر نوکانو کې پيدا کيږي؛ له امله يې نوکان لويږي او درد کوي. 

ولې Psoriasis پيدا کيږي؟ د دغه ناروغۍ لاملونه 
د  پسوریازیس (Psoriasis) لاملونه ډېر دي، خو اصلي لامل يې د انسان د وجود دفاعي سېسټم شمېرل کيږي، چې په غير نارمل ډول سره فعاليت کوي او پايله کې د پوستکي ژونکې يا حجرې بېړنۍ وده او نمو کوي. د پوستکي حجرو ګډوډي سبب کېږي، د پوستکي ځينو برخو کې غير صحي حجرې وده او رشد شروع کړي چې له امله يې د  پسوریازیس (Psoriasis) ناروغي پيدا کېږي. د  پسوریازیس (Psoriasis) ځيني نور لاملونه: 

- د دغه ناروغي له لاملونو يو مهم او ستر لامل جنيټيکي او ارثي لېږد دی. که چېرې  په تېر کې د کورنۍ کوم غړی دا ډول مخېنه ولري، نو شونې ده، چې د کورنۍ نور غړي هم پر دغه ناروغۍ ککړ او اخته شي. 
 
- چاپيريال هم د  پسوریازیس (Psoriasis) په رامنځته کېدو کې رول لري. ډېره سړه او وچه هوا او همدا ډول ستاسې شااوخوا کې ځيني نور فکتورونه د دغه ناروغۍ د پيدا کېدو سبب کېږي. 
 
- په خپله سګرېټ څکول خو په ځانګړي ډول هغه محیط کې ژوند کول چې تاسې په کې د سګرېټ دويم لاس لوګی تنفس کوی، دغه ناروغۍ ته ډېره لار پرانېزي. 
 
- د ملاريا، وينې لوړ فشار  او شکر ضد ځيني درمل هم د پسوریازیس (Psoriasis) لامل شمېرل کيږي. 
 
- بکترياوې او ويروسونه په مستقيم ډول  د پسوریازیس (Psoriasis) منځته راوړنکي دي او که چېرې دغه ناروغي د ويروسونو او بکترياوو له امله وي، نو بيا يې درملنه هم ډېره شونې وي. 
 
- د شرابو او الکولي مشرباتو ډېر څښل هم د يادې ناروغۍ له لاملونو دي.