امانوف: د ټاپي پروژې کارونه راتلونکی کال بيا پيليږي

کابل (روهي):  د ټاپي پروژې اجرایوي مشر وايي، ټاکل شوې د راتلونکي کال په پسرلي کې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کار پیل شي.

د رييس الورزا له دفتره په خپور شوي ټويټ کې ويل شوي چې د رييس الورزا مرستیال ملا عبدالغني باردر تېره ورځ په کابل کې د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس محمد مراد امانوف سره وکتل او د دې پروژې د پیل په اړه یې خبرې وکړې.

سرچينه وايي چې ملابرادر د افغانستان اوسنی وضعیت د ټاپي پروژې د پیل لپاره یو ښه فرصت وباله او ویې ویل اسلامي امارت د ټاپي پروژې پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز په دې ناسته کې د ټاپي پروژې اجرایوي رییس محمد مراد امانوف ويلي، ټاکل شوې د ټاپي پروژې کار د راتلونکي کال په پسرلي کې په هرات ولایت کې پیل شي.

هغه زياته کړې: "دوی هم پلان لري چې د دې پروژې د پروسې د چټکولو لپاره له دواړو هېوادونو څخه وړ ټیمونه جوړ کړي"

د هغه په وينا، نړيوال بانک، اسلامي بانک، د اسيا پراختيايي بانک او يو شمېر نور بانکونه د ټاپي په پروژه کې پانګونې ته چمتو دي.