د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) ویلي چې په دغه هېواد کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند د لاسه ورکوي.

یادې ادارې یو ځل بیا په افغانستان کې  د بشري بحران زیاتېدو په اړه خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې  په افغانستان کې د زېږون په مهال په هرو ۱۰۰زرو میندوکې ۶۳۸ یې مري.

ملګرو ملتونو ويلي، که چیري دې برخې ته جدې پام ونه شي نو په دغه هیواد کې به د زېږون پرمهال د میندو د مړینې کچه نوره هم زیاته شي.

 دغه راز د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په هرو دوو ښځو کې یوه له جنسیتي تاوتریخوالي سره هم مخ ده.

دغه ادارې وايي چې افغانستان کې روان ناورین ته په کتو د ښځو وضعیت ممکن له دې هم خراب شي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی چې په افغانستان کې ۹.۲۸ میلیون وګړو ته د بشري مرستو رسول په پلان کې لري.