پښتونخوا کې د غني خان د فعاليتونو په اړه د

کابل (روهي): پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند وایي چې د پښتو د وتلي شاعر خان عبدالغني خان او نورو پښتنو لیکوالو  د فعالیتونو په اړه د څیړنو لپاره د ” غنیات ” په نوم اداره جوړوي.

د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر ایمل ولي خان ويلي چې غنيات اداره به د غني خان او نورو شاعرانو د کار په اړه څیړنې کوي او په دې توګه به د هغوی افکار په ټولنه کې عاموي.

د هغه په وینا، له ډېر وخته یې په دې اړه فکر کاوه، خو وې ویل چې  د غنيات ادارې په جوړېدو سره به پښتانه ځوانان د خپلو پوهانو او پښتو ژبې د ادیبانو په اړه پوهه زیاته شي.

د پښتنو د ستر مشر عبدالغفار خان (باچا خان) زوی غني خان په ۱۹۱۴ زیږدیز کال کې د خیبر پښتونخوا په اشنغر کې زیږيدلی وو. نوموړي ‌نه یوازې د نثر او شعر کتابونه پرېښي بلکې يو انځور ګر هم وو. غني خان د انګریزانو په خلاف په سیاسي مبارزه کې هم برخه درلوده.دی  په ۱۹۹۶ کال کې د مارچ په ۱۵مه وفات شو.