امریکا ته لېږدول شويو افغانانو  ته موقته اقامه ورکول کيږي

کابل (روهي): امریکا د هغو افغانانو لپاره چې د تخلیي په پروګرام کې امریکا ته انتقال کړي د (Temporary Protected Status) په نامه موقته اقامه ورکوي.

د امریکايي رسنيو د راپورونو پر بنسټ د دغه پروګرام له مخې نوي ورغلي  افغانان به د ۱۸ میاشتو لپاره په امریکا کې ژوند او کار کولای شي.

سرچينې وايي چې ياد کسان په دغه ۱۸ مياشتو کې افغانستان ته سفر نه شي کولی.

سرچينو زياته کړې چې په دې پروګرام کې هغه کسان شامل دي چې د اوس لپاره د دایمي استوګنې اسناد نه لري.

رسنيو د امريکايي چارواکو له قوله ليکي چې امریکا ته نوي ډېری ورغليو افغانانو ته د بشري خواخوږۍ په اساس موقته اقامه ورکړل شوې خو دایمي اقامې ته باید غوښتلنیکونه وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم يو شمېر رسنيو خبر ورکړی وو چې د هغو افغانانو له منځه ښايي ځینې په امنیتي پلټنو کې د پاتې راتلو له امله د امریکا د حکومت لخوا بېرته افغانستان ته واستول شي.