د اوکراین ناورین څنګه پای ته رسیدلی شي

د اوکراین په اړه عمومي بحث په دغه هیواد که د جګړې پیښیدل دي مګرآیا مونږ پوهیږو چې کوم لوري ته روان یو؟ ما په خپل ژوند کې څلور لوی جنګونه له نیږې څارلي دي چې ټول یې ددولتونو په لیوالتیا او د خلکو په ملاتړ پیل شوي مګر موږ هیڅ نه پوهیدو چې دغو جنګونو ته څنګه د پای ټکی کیږدو او آن له دريو هغو څخه یې په یوه اړخیزه توګه او بې له کومې کامیابۍ ووتلو. زمونږ پالیسۍ ته ممکن یواځینۍ ازموینه دا وي چې څنګه کولای شو هغه جنګونه پای ته ورسوو چې موږ رامنځته کړي نه دا چې څنګه یې پیل کړو.


له ډیرې مودې راهیسې د اوکراین مسئله د یوې نندارې په توګه را برسیره کیږي که دغه هیواد له ختیځ او یا هم لویدیځ سره یوځای کیږي، په دواړو صورتونو کې به دوې له لویو ناورینونو سره مخ شي. مګر ددوې د بقا او سوکالۍ لپاره دا اړینه ده چې دوې باید ددغو دوو سترو بلاکونو ترمنځ د جګړې د ډګر پرځای د یو اقتصادي پل په توګه عمل وکړي. روسیه باید دا درک کړي چې که دوې د اوکراین په چارو کې لاسوهنه کوي، له دغه هیواده خپله مستعمره جوړوي، او یا هم  خپلې پولې د اوکراین خوا ته غځوي، مسکو به د غرب او متحده ایالاتو سره د متقابلو فشارونو لپاره د ځان بشپړولو دوره یو ځل بیا تکرار کړي.
 
غرب باید پدې پوه شي چې روسیه هیڅکله اوکراین د یو بهرني او ځانته هیواد په توګه نشي منلی ځکه د روسیې تاریخ له همدغې کیوان-روس څخه پیل شو چې اوسنی اوکراین یې بولي. نوموړی ځای د روسانو د مذهب سرچینه هم بلل کیږي.
 

اوکراین د پیړیو راهیسې د روسیې یوه برخه وه، او ددوې تاریخونه تر هغه دمخه یو بل سره تړل شوي وو. د روسیې د خپلواکۍ د اخیستلو لپاره ځینې خورا مهمې جګړې چې په ۱۷۰۹ زیږدیز کال کې د پولتاوا له جګړې سره پیل شوې وي د اوکراین په خاوره کې ترسره شوي.


د تور سمندرګي بیړۍ  (The Black Sea Fleet) د روسیې سمندري ځواک دی چې په مدیترانې کې د روسیې د قدرت ښودلو یواځینې وسیله هم بلل کیږي. دغه ځواک د کریمیا په سیواستوپول کې د اوږد مهاله اجارې پر بنسټ پروت دی؛ له همدې امله د الکساندر سولژینیتسین او جوزف بروډسکي په څیر مشهورو مخالفانو ټینګار وکړ چې اوکراین د روسیې تاریخ یا په حقیقت کې د روسیې د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
 
اروپايي اتحادیه باید دا ومني چې ددوې بیوروکراتیکه ګډوډي او د اروپا سره د اوکراین د اړیکو په اړه په مذاکراتو کې د کورنۍ پالیسۍ ستراتیژیک عنصر ته غاړه ایښودل به دغه مذاکرات په یو بحران بدل کړې. د یو هیواد بهرنۍ پالیسي په حقیقت کې ددغه هیواد د لومړیتوبونو د ټاکلو هنر دی.
 
اوکراینیان به ددغه دعوې پرېکنده عناصر وي. دوی په داسې یو هیواد کې ژوند کوي چې پیچلي تاریخ او څو ژبه ییز جوړښت لري. د اوکراین لویدیځه برخه په ۱۹۳۹م کال کې کله چې سټالین او هټلر غنیمتونه سره ویشل، په شوروي اتحاد کې شامله شوه، . کریمیا، چې ۶۰ سلنه وګړي یې روسان دي، په ۱۹۵۴م کال کې کله چې اوکراین الاصله نیکیتا خروشچیف له کازاکیانو سره د روسیې د تړون د ۳۰۰ مې کلیزې د نمانځنې د یوې برخې په توګه یاده جایزه ورکړه دغه ځای د اوکراین یوه برخه وګرځیده.
 
د اوکراین په لویدیځو برخو کې ډیری وګړي د کاتولیک مذهب پیراون دي او په اوکرایني ژبه خبرې کوي په داسې حال کې چې په ختیځو څنډو کې یې په عمده ډول د روسیې ارتودوکس مذهب خپور شوی او ددغو سیمو وګړي په روسي ژبه غږیږي.

که د اوکراین ختیځه برخه هر ډول هڅه کوي ترڅو په لویدیځې هغې یې واک وکړي او پرې مسلطه وي لکه څنګه چې موږ یې ژوندۍ بیلګه ولیده بالاخره به  کورنۍ جګړې یا هم د اوکراین په دوه برخو د تجزیه کیدلو لامل شي.
 که اوکراين د ختيځ او لويديځ ترمنځ د جګړې د يوې برخې په توګه په پام کې ونیول شي دا به د لسيزو لپاره د روسيې او لويديځ په ځانګړې توګه د روسيې او اروپا د همکارۍ په نړيوال سيستم کې د را وستلو هر ډول امکانات له منځه ویسي.


د اوکراین له خپلواکۍ څخه یوازې ۲۳ کاله تیریږي او نوموړی هیواد د ۱۴ پیړۍ راهیسې د بهرنیو تر واکمنۍ لاندې و. د حیرانتیا خبره داده چې د اوکراین مشرانو د جوړجاړي هنر لا تراوسه نه دی زده کړی او آن لږ هم خپل تاریخ او هغه تیروتنې چې دوی پخوا کړې وې په نظر کې نه نیسي.
 

د اوکراین له خپلواکۍ وروسته داخلي سیاست او پالیسي په ښکاره ډول دا په څرګندوي چې د ستونزې اصلي ریښه د اوکراین د ختیځو او لویدیځو برخو په سیاستوالو کې ده ځکه دوې د هیواد په هغو سیمو چې اوسیدونکي یې د مقابلو لوریو د پریکړو او ارادو مخالف دي خپلې هر ډول ارادې او تصمیمونه پری تحمیلوي؛ ددغې ستونزې اصلي لامل د ویکتور یانوکوویچ او د هغه تر ټولو سر سختې سیاسي سیالې یولیا تیموشینکو ترمنځ سیاسي رقابت دی ځکه دوې د اوکراین د دوو برخو استازیتوب کوي او د واک شریکولو او په یو مرکزي دولت ودریدلو ته هیڅ لیوالتیا نه لري.
 

په داسې وخیم حالت کې به د اوکرایین په اړه د متحده ایالاتو یو عاقلانه پالیسي دا وي چې د نوموړي هیواد د دوو مخالفو برخو (د ختیځ او لویدیځ) ترمنځ د همکارۍ، یوځای والي او جوړ جاړۍ ته لاره هواره کړي. موږ باید په دغه هیواد کې د نفاق او تفرقې اچولو پرځای د پخلاینې او جوړجاړي هڅه وکړو.
 
روسیې او لویدیځ او لږ تر لږه په اوکراین کې ټولو داخلي مخالفو سیاسي ډلو په دې اصولو عمل نه دی کړی او هر یو وضعیت نور هم ترینګلې کړی دی. روسیې ته به په داسې وخت کې د ځان منزوي کولو پرته بله نظامي حل لاره پاتې نه وي چې ډیری پولې او سرحدات به یې نا امنه وي. د لویدیځ لپاره د ولادیمیر پوتین کم ارزښته کول یوه پالیسي نه بلکې یوه بهانه ده.


پوتین باید دا ومنې چې هر هغه نا رضایتۍ او اندیښنې به د یوې بلې سړې جګړې لامل شي چې لا امله یې نوموړی د نظامي لارو چارو څخه کار اخلي نو له همدې امله، امریکا هم باید د روسیې سره د یو غیرعادلانه هیواد په توګه د چلند کولو څخه ډډه وکړي کوم چې به د حالت په نورمالولو کې تر یوه حده مؤثر وي.


پوتین د روسیې په تاریخ کې یو جدي ستراتیژیست ګڼل کیږي نو د امریکا په ارزښتونو او رفتار پوهېدل به د هغه لپاره سم نه وي؛ او همدا رنګه د روسیې د تاریخ او چلند درکول هم د امریکا د پالیسي جوړونکو لپاره یوه قوي نقطه نده ثابته شوي.
 
د ټولو ښکیلو اړخونو مشران باید دداسې پریکړو پایلې په نظر کې ونیسي نه دا چې یو بل ته په مورچو کې کښیني او جګړې ته لمن ووهي. دلته زه د یوې پایلې په توګه خپل څو نظریات وړاندې کوم چې د ټولو ښکیلو اړخونو د امنیتي ارزښتونو او ګټو سره مطابقت لري:
 
۱. اوکراین باید حق ولري چې د اروپا په ګډون په آزاده توګه خپل اقتصادي او سیاسي متحدین غوره کړي.

۲. اوکراین باید له ناټو سره یوځای نشي، هغه دریځ چې ما اوه کاله وړاندې کله چې دا موضوع را پورته شوه خپل کړی وو.

۳. اوکراین باید خپلواک وي او هر هغه حکومت جوړ کړي چې د ددې هیواد د وګړو د څرګندې ارادې سره مطابقت ولري. هوښیار او پوه اوکرایني مشران به بیا د خپل هیواد د بیلابیلو برخو ترمنځ د پخلاینې پالیسي غوره کړي. په نړیواله کچه باید دوې د فنلند غوندې یو حالت غوره کړي.

د اوکراین د قوي خپلواکۍ په اړه هیڅ شک نشته مګر په اغلب ګومان، دوې به ډیرو برخو کې له لویدیځ سره همکاري کوي خو که دوې غواړي په امن کې وي، باید محطاطه واوسي او د روسیې سره له دښمنۍ لاس واخلي.

۴. د روسیې له خوا د کریمیا نیول او له خپلې خاورې سره یې ضمیمه کول د اوسنيو نړیوالو اصولو سره مطابقت نه لري مګر دا شونې ده چې له اوکراین سره د کریمیا اړیکې لږې ترینګلې او کړکیچنې شي او په همدې ترتیب به روسیه پر کریمیا د اوکراین حاکمیت په رسمیت وپیژني.

اوکراین باید د نړیوالو څارونکو په شتون کې په ټولټاکنو کې د کریمیا خپلواکي پیاوړې کړي. په دې پروسه کې به په سیواستوپول کې د تور سمندرګي بیړۍ (The Black Sea Fleet) ځواکونو د وضعیت په اړه د هر ډول ابهام لرې کول شامل وي.


پورتني عناصر اصول دي نه کومې نسخې. د سیمې دسیاست او پیښو سره آشنا خلک پوهیږي چې دغه اصول به د ټولو خواوو د منلو او رضایت وړ نه وي. ازموینه مطلق اطمینان نه بلکه متوازن نا رضایت دی. که د دې یا ورته عناصرو پر بنسټ دغې سترې مسئلې ته حل لاره ونه موندل شي، نړۍ به د یوې بلې اوږدې او خونړۍ جګړې خواته ولاړه شي چې ډیره لیرې نده.