قانون يې مات کړی؛ فېسبوک به ۱۹ مېليونه ډالر جرېيمه ورکړي 

د مېټا تر چتر لاندې فېسبوک ټولنيزه رسنۍ د اروپايي ټولنې له خوا ۱۷ مېليونه يورو يا نېږدې ۱۹ مېليونه جرېيمه شوی دی. پر فېسبوک دا جريمه وروسته له هغې  لګول  شوې ده، چې د يادې ټولنې د شخصي مالوماتو د ساتنې قانون يې مات او تر پښو لاندې کړ. 

د ایرلینډ د مالوماتو د ساتنې کمېسیون مسوولينو ويلي دي، چې  فېسبوک په ۱۲ مواردو کې د اروپايي ټولنې د شخصي مالوماتو د ساتنې اصول تر پښو لاندې کړې دي او پر  دې بنسټ، ۱۷ مېليونه يورو جرېیمه پرې راغلې ده. 

د فېسبوک پر وړاندې ۱۲ کسانو دا شکايت ثبت کړی وو، چې د دوی شخصي مالوماتو ته يې لاس رسی پيدا کړی او د مېټا ونه شول کولی چې دې برخه کې د قناعت وړ ځواب او تخنيکي دلايل وړاندې کړي. 

د فېسبوک  مسوولين هم د ۱۷ مېليونه يورو د جرېيمې پخلی  کوي خو زياتوي چې دې برخه کې دوی لا پلټنې کوي او هڅه به وکړي، چې  د شوې سرغړونې برخه کې خپل دلايل وړاندې او دا وښيي، چې دا چارې د تېروتنې او تخنيکي ستونزو پر بنسټ شوې دي. 

فېسبوک  او ورته نور ستر شرکتونه په تېر کې هم د هېوادونو د داخلي قوانيونو د ماتې او شخصي مالوماتو د بربنډېدو له امله جرېيمه شوي او دې برخه کې يې په اړه شکايتونه هم ثبت شوي  دي.