د معدې سرطان ته د stomach cancer ترڅنګ، gastric cancer هم وايي. دا يوه عامه سرطاني ناروغي ده، چې په هر عمر کې پيدا کيږي، خو هغه کسان چې عمرونه يې له ۶۰ کلنۍ تر ۸۰ کلنۍ منځ کې وي، ډېر پرې اخته کېږي. د شمېرو پر بنسټ پر هرو لسو کسانو کې د معدې سرطان ناروغانو کې شپږ يې هغه وي، چې عمرونه يې له ۶۰ کلنۍ پورته وي. نېږدې يو مېليون کسان هر کال د نړۍ په کچه پر gastric cancer اخته کيږي.
د معدې سرطان د پيدا کېدو لاملونه
- سګرېټ څکول؛
- غټ کسان او هغوی چې له حد ډېر غټ او وزن لرونکي وي؛
- هغه کسان چې ډېر مالګين خواړه خوري، د معدې پر سرطان ډېر اخته کيږي. ډېر مالګين خواړه او په داسې چاپيريال کې اوسېدل، چې دود په کې ډېر وي، د معدې سرطان لاملونه دي؛
- په عادتي ډول د شرابو او نورو الکولي څښاکونو څښل؛
- د معدې ټپ او زخم او ځيني وخت د معدې جراحي علميات هم دغه سرطان منځ ته راوړي؛
- د اې ګروپ وينې لرونکي کسان د وينې د نورو ګروپونو لرونکو کسانو په پرتله ډېر پر دغه سرطان اخته کېږي؛
- هغه کسانو کې د معدې سرطان شونتيا ډېره وي، چې د زغالو، اوسپنې او ربړ شرکتونو کې کار کوي.
د معدې سرطان نښې - نښانې
د سرطان د نورو ډولونو په څېر د معدې سرطان هم خپل پړاونه لري او د پړاونو اړوند يې نښې - نښانې راڅرګنديږي. د معدې سرطان ځينې نښې لاندې دي.
- د ډوډۍ هضم کې ستونزه؛
- د ډوډۍ خوړلو وروسته د پړسوب احساس؛
- د معدې اېشدل چې زړه اېشدنه هم ورته وايي؛
- د زړه بدوالی؛
- د اشتها له لاسه ورکول؛
- غایطه موادو کې وینه؛
- بې دلیله د وزن کمېدل؛
- د خوړو د تېرولو پر مهال ستونزه او درد؛
- د پوستکې او سترګو ژېړېدل؛
- معده کې پړسوب؛
- قبض او اسهال؛
- ضعف او د ستړیا احساس.
د معدې سرطان د مخنېوي لارې - چارې
د معدې سرطان يو لامل د معدې ټپ يا د معدې زخم يانې Ulcer دی. دغه ټپ د H. pylori بکتريا له امله پيدا کيږي. هغه کسان چې H. pylori يا د معدې زخم ولري نو اړينه ده، چې پر وخت د دغه ناروغيو درملنه وکړي ترڅو سرطان ته لار برابره نه شي.
سوځېدلي خوړه مه خورئ او همدا ډول د هغه خواړو څخه ډډه وکړئ، چې ډېر مالګين وي. د دغه خواړو پر ځای هره ورځ کوښښ وکړئ، چې پر دسترخوان مو، شنه سبزۍ شتون ولري. هر څومره چې ډېرې شنه سبزۍ خورئ، نو همدومره د د معدې سرطان د پيدا کېدو چانس کميږي.
وروستي