سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۱۰- نیلسن منډیلا؛ له زندان تر ولسمشرۍ 

د نیلسن منډیلا زوکړه او کورنی ژوند 
نیلسن منډیلا د لومړۍ نړيوالې جګړې د پای پر کال (۱۹۱۸ز) کې سويلي افريقا کې زږېدلی وو. د نوموړي پلار سويلي افريقا کې د Tembu ټبر په نوم د يو قوم مشر او مخور کس وو. نوموړي درې وادونه کړي وو او اووه بچيان يې درلودل. 

د نیلسن منډیلا زده کړې 
د نیلسن منډیلا پلار قومي مشر وو خو زده کړې  يې نه وې کړې. نیلسن منډیلا د حقوقو او قانون برخه کې لوړې زده کړې کړې وې، قانون پوه او حقوق پوه وو. هغې د حقوقو برخه کې وړتيا درلوده او د زده کړو له بشپړېدو وروسته سيمه کې مشهور حقوق پوه وو. 

د نیلسن منډیلا سياسي فکر 
هغه مهال چې دی پوهنتون کې محصل وو، نو د بې عدالتۍ او تعصب پر وړاندې د مبارزې فکر ورته پيدا شو او دا يې درک کړه چې سويلي  افريقا کې ژور نژادي، قومي او ژبنی تعصب، کرکه، بې عدالتي  او توپير شتون لري. نوموړي هغه وخت د نژادي کرکې څخه اغېزمن شو چې د سويلي افريقا  University of the Witwatersrand نومي پوهنتون کې يې زده کړې شروع کړې.  University of the Witwatersrand هغه پوهنتون وو، چې ټول محصلين، استادان او اداري کارکوونکي يې سپين پوستکي وو او منډيلا په کې يوازینی تورپوستکی محصل وو. 

د همدې پوهنتون د محصلۍ پر مهال د بسونو کرايې پورته شوې. منډيلا هڅې شروع کړې چې د لوړو کرايو په غبرګون کې محصلين او نور خلک وهڅوي چې بسونو کې لاړ نه شي او ور سره بايکاټ وکړي. نوموړی دې کار کې تر يو بريده بریالی شو او شهرت يې هم پيدا کړ. 

۱۹۴۸ز کال کې سويلي افريقا کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې تر سره شوې. دې ټاکنو کې اصل داسې وو، چې د ياد هېواد لږکيو سپين پوستکو په کې رايې اچوله شوې او تورپوستو ته اجازه نه وه چې ټاکنو کې برخه واخلي.  دې ډول چارو د منډيلا مبارزه نور هم پراخه کړه او هڅې يې شروع کړې، چې د سويلي افريقا د تور پوستو پر وړاندې دا توپيري رويه او سلوک له منځه يوسي. د منډيلا مبازره د اپارتاید رژیم پر وړاندې وه. اپارتاید رژیم هغه مهال په امريکا او افريقا کې شته وو. اپارتاید رژیم په دې مانا چې دوی تورپوستي له ځان بېلول او دوی ته به يې نه دولت کې برخه ورکوله او نه يې هم د رايې په څېر نور مدني حقوق ورکول. 

دا چې د سويلي افريقا حکومت د لږکيو سپين پوستو په لاس کې وو او دغه هېواد کې يې تورپوستي له هر ډول حقوق او امتياز محروم کړې او په اجباري ډول به پرې اصول منل کېدل، نو منډيلا يې غوسه کړ او د سوله ييزې مبارزې پر ځای يې پر وسله والې مبارزې پيل وکړ. نوموړي د چين هېواد څخه ۱۹۶۲ کال کې د وسلو غوښتنه وکړه خو ياده غوښتنه رد شوه.

منډيلا په زندان کې
 د دغه د مبارزو په لړ کې منډېلا له ۱۹۶۴ بيا تر ۱۹۹۰ ز کالونو ترمنځ ۲۷ کاله په زندان کې تېر کړې دي. نوموړی څو ځلې په عمري قيد او سويلي افريقا سره د خيانت په تور، د پوځي کودتا په جرم او ورته نورو قضيو کې پر اعدام هم محکوم شوی وو. 

د منډيلا د زندان خاطرې ډېرې، ترخې او له شکنجو ډکې دي. ۲۷ کاله زندان منډېلا ته ډېر څه هم ورکړي دي. د نوموړي نړيوال شهرت د زندان له دورې وو؛ دی په زندان کې وو خو نړۍ يې د خلاصون لپاره چيغې وهلې. نوموړي زندان کې د ډېر وخت تېرېدو له امله ځان لپاره يو ښه چاپيريال برابر کړی وو، ځانګړی اشپز يې درلود، مطالعه يې کوله شوه او له ډېرۍ هغه سياسي څېرو سره بلد او اشنا شو، چې ده سره هممهاله بنديان وو. دی ۱۹۹۰ز کال کې له زندان خوشی شو خو بيا يې هم د سويلي افريقا اپارتاید رژیم پر وړاندې مبارزې څخه لاس وانه خېست. نوموړي ګڼ سفرونه وکړل ترڅو نړۍ وهڅوي چې د سويلي افريقا پر اپارتاید رژیم بنديزونه ولګوي. نېږدې د څلورو کالونو خبرو پايله کې منډيلا پر دې بريالی شو چې د سويلي افريقا اپارتاید رژیم د خبرو له لارې ګوښه کېدو ته اړ کړي؛ ۱۹۹۴ز کال کې افريقا کې د لومړي ځل لپاره ولسمشريزې ټاکنې تر سره شوې، چې نېلسن منډيلا  په کې د دغه هېواد لومړی ولسمشر وټاکل شو. 
 
د منډيلا مړينه 
منډيلا ۲۰۱۳ کال کې د ۹۵ کالونو په عمر د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ. دی په دين عيسوی وو او د جنازې مراسمو ته يې د امريکا لومړنی تورپوستی ولسمشر بارک اوباما هم ورغلی وو.