د واټس آپ نوې ځانګړنه؛ پيغامونه به د ټاکلي وخت اړوند خپله پاکيږي 

د مېټا تر واک لاندې واټس آپ شرکت ويلي دي، چې نېږدې وخت کې به داسې ځانګړنه رامنځ ته کړي، چې پيغامونه به د يو ټاکلي وخت وروسته په خپله پاک او ورک شي. دغه ځانګړنه Disappearing message ده، چې له واټس آپ وړاندې  ويبر او د پيغام لېږنې يو شمېر نورو آپ کې شتون لري. 

له ثانيو نېولي بيا تر ساعتونو پورې به کارن کولی شي، چې وخت وټاکي او دې موده کې به لېږل شوی پيغام د لېږونکي او اخېستونکي له دواړو واټس آپونو پر خپلسري يا اټومټيک ډول پاک او ورک شي. Disappearing message پيغام کې اړتيا نشته چې پيغام ډيلټ شي. 

دا ځانګړنه د کارن په اختيار کې ده؛ کارن کولی شي چې ځيني وخت له Disappearing message ځانګړنې کار واخلي او ځيني وخت بيا دا آپشن غير فعال کړي او کولی شي چې په عادي ډول سره پيغامونه  ولېږي. 

د واټس مسوولينو ويلي دي چې د Disappearing message ترڅنګ دوی پر يو شمېر نورو ځانګړنو هم کار کوي چې نېږدې وختونو کې به يې پر ليکه کړي، خو د Disappearing message کارونه تر ډېره بشپړ شوي ده  او ژر به واتوغول شي. د واټس آپ مسوولين د نورو ځانګړونو په اړه بشپړ مالومات نه دي وړاندې کړي.