ګلوکوما (Glaucoma) د سترګو ناروغي؛ نښې او لاملونه يې 

ګلوکوما  د سترګو ناروغي ده چې د سترګو د ليد يا نظر اعصاب په کې زيانمنيږي. دا ناروغي هغه وخت پيدا کېږي، چې د سترګې دننه فشار ګډوډ او بې نظمه شي. دا ناروغي شديده ده او که چېرې  يو کس پرې ککړ شي نو بيا د ژوند تر پای پورې دوام کوي. پر يوې يا دواړو سترګو فشار د سترګې دننه  نظري اعصاب optic nerve اغېزمنوي او دې سره ګلوکوما  پيدا کېږي. 

ولې يو کس په ګلوکوما اخته کېږي؛ د رامنځته کېدو لاملونه يې
د سترګو دننه يوه مايع شتون لري چې انګلېسي کې ورته aqueous humor وايي. دا مایع په منظم ډول سره له سترګو بهريږي؛ ځينې وخت د مايع د وتلو لار بنديږي او يا داسې کيږي، چې سترګې په ډېرې پيمانې سره دغه aqueous humor مايع توليدوي او په کمه اندازه  سره بيرون کيږي. دا چې ولې دا مايع له حده ډېره توليديږي او يا يې د وتلو لار بنديږي، روغتياپالان او ډاکټران  يې تر اوسه په ځانګړي لامل نه دي پوه شوي، خو ځيني يې ارثي ګڼي او زياتوي چې په ارثي ډول له پلار او مور اولاد ته لېږدول کيږي. 

ځيني وخت داسې کيږي، چې د کيمياوي موادو له امله سترګه ټپ پيدا کوي؛ د سترګې دننه د وينې کوچني رګونه بنديږي؛ سترګي التهابي او ميکروبي کېږي؛ دا ټول په خپل وار سره ګلوکوما  رامنځته کوي. ګلوکوما  شونې ده نوي پيدا شوي ماشومانو، ځوانانو او د عمر په بېلا بېلو کالونو کې پيدا شي خو ډېره شونتيا يې هغه کسانو کې ده چې عمرونه يې له ۴۰ کلنۍ پورته شوي وي. د زړه ناروغۍ، شکر، د مثانې ناروغۍ او د دغه  ناروغيو د علاج درمل د ګلوکوما د پيدا کېدو سبب کېږي. 

د ګلوکوما نښې - نښانې
د ګلوکوما اصلي نښه د ليد يا نظر کموالی او تتوالی دی؛ نظر هم په دې ډول کميږي، چې اغېزمن کس مخامخ ليد کې کومه جدي ستونزه نه لري خو د سترګو د څنګ ليد يې خرابيږي او نه شي کولی د خپل ښی او چپ اړخ څيزونه وګوري. د ليد کمزورتيا اساسي  نښې وروسته ځينې نورې نښې هم شتون لري، چې دا ښيي، تاسې پر ګلوکوما  اخته شوي ياست: 
- کله چې روښنايۍ ته ګوري نو کړۍ - کړۍ يا حلقې - حلقې ورته ښکاري. مطلب دا چې رڼاګانې داسې ورته ښکاري لکه کړۍ چې ترې تاو وي. 
 
- عمومي ليد يا نظر کمزوری وي او اغېزمن کس اړ دی چې د ښې اخېستنې لپاره ليکل يا څيرونه سترګو ته نېږدې کړي او ډېر تمرکز پرې وکړي. 
- د سترګو په سپينو کې سوروالی پيدا شي او سترګې درد کوي.
- ځينې وخت دا هم شونې ده چې د ګلوکوما لرونکی کس د معدې درد ولري او کانګې کوي. 

د ګلوکوما درملنه 
هر کله چې يو کس پورته نښې ولري نو غوره ده چې د سترګو ډاکټر ته ورشي او درملنه پيل کړي. له ډاکټر پرته ځينې لارې شتون لري چې د ګلوکوما د مخنېوي او درملنې لپاره ګټورې ثابتې شوې دي. 

- سترګو ته حرکت ورکول: يوې او بلې خوا سترګو ته حرکت ورکول مرسته کوي چې د سترګو په کوچينو رګونو کې وينه ټوله نه شي او همدا ډول هغه مايع چې وړاندې يې ذکر وشو، له سترګو بهر شي. 
- ځيني خواړه لکه شنه پالک،  ماهي  او نور هم د ګلوکوما د درملنې او نه اخته کېدو لپاره غوره دي. د کافي په څېر ځيني څښاک او خوراک بيا د ګلوکوما د شدت لامل کېږي.