له حشمت غني يې واورئ آيا اشرف غني افغانستان ته راځي؟ 

افغانستان ته د پخواني ولسمشر اشرف غني د راتګ د اوازو او ګنګوسو پر دوام د نوموړي ورور حشمت غني احمدزي د افغانستان انټرنشنل په نوم له يوې رسنۍ سره خبرې کړې او په دې اړه يې مالومات ورکړي دي. احمدزي ويلي  چې له خپل ورور اشرف غني سره يې لېدنه کړې او د دغه لېدنې موضوع يوازې افغانستان ته د غني راتګ نه  بلګې نور مسايل هم وو، چې پرې خبرې شوې. 

حشمت غني احمدزي  ويلي دي چې له سياسي مسايلو وراېخوا،  د افغانستان پر سوداګرۍ، بهر هېوادونو کې د بند پاتې افغان کډوالو، بهر ته د افغانستان پر صادراتو او نورو مسايلو خبرې شوې دي. احمدزي ويلي دي چې که چېرې اړتيا  وه او اغېز يې هم درلود نو هغه وخت به اشرف غني افغانستان ته لاړ شي. 

د غني ورور ويلي دي چې د پورته مسايلو د حل په برخه کې غني اغېزناکه څېره ده، ځکه دی له نړۍ سره اړيکې لري او دې برخه  کې ستونزې حلولی شي. د غني ورور ويلي دي چې غني له ښه روغتيايي وضعيت  برخمن دی او پر خپلو مطالعو او څېړنو بوخت دی. 

حشمت غني يو ځل بيا ويلي، چې د حمد الله محب ميرمن د امريکا سي ای اې جاسوسه وه او دا چې ده د نوموړې په اړه دا خبرې  کړې وې؛ د محب ميرمنې  د غني ميرمنې ته يې شکايت کړی  او ورڅخه غوښتي  وو، چې دا خبره دې نه رسنيزه کوي. احمدزي زياته کړې ده چې  د حمد الله محب  په شمول، د تېر حکومت چارواکي اوس غني سره نه دي او ور سره لېدنې هم نه کوي. 

نوموړي ويلي دي چې اشرف غني د اوسني حکومت له هېڅ چارواکي سره هېڅ اړيکه نه ده نېولې او دی (حشمت غني احمدزي) د اسلامي امارتو يو شمېر چارواکو  سره ناستې کړې او اړيکې يې نېولې دي، خو په دې اړه چې غني افغانستان  ته راشي کوم بحث نه دی شوی. 

د پخواني ولسمشر ورور د خپلو خبرو بلې برخې کې ويلي دي، چې طالبان کولی شي، چې د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت، استخباراتو او قضايي ادارو برخو کې ښه وړاندې لاړ شي او وړتياوې لري، خو په تخنيکي برخو کې نورو تخنيکي کسانو ته اړتيا لېدل کېږي.

د نوموړي په وينا چې د بُن ناسته کې طالبانو ته برخه ورنه کړل شوه او زلمي خليلزاد د طالبانو د ګډون مخالفت کولو، چې ښې پايلې يې ورنه کړي. اوس وخت کې هم اړينه ده چې داسې حکومت جوړ شي، چې ټول افغانان په کې خپل ځانونه وګوري. 

د غني ورور د اشرف غني ملاتړ وکړ چې له افغانستان ووت. نوموړي ويلي چې له دوه کالونو  راهيسې د افغانستان له تېر حکومت د امريکا ملاتړ پرې  شوی وو او حکومت کمزوری شوی وو. حشمت غني احمدزي  دا هم ويلي دي، چې مخکې له دې چې اشرف غني له کابل  ووځي، حامد  کرزي طالبانو ته زنګ کړی وو، چې غني تښتېدلی او تاسې کابل  ته رادننه شئ. 

د يادونې ده چې د ا.ا لوړپوړو  چارواکو په  بېلا بېلو ناستو او ويناوو کې له ټولو افغانانو چې بهر ته  تللي او مېشت شوي، غوښتي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او د شته ارامۍ او سولې په فضا کې د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي، خو په شخصي او ځانګړي ډول يې کوم کس ته د راتګ بلنه  نه ده ورکړې.