د ادرار لاره urinary tract
د رڼو متيازو د وتلو لارې ته انګلېسي کې urinary tract وايي. د انسان د وجود دغه برخه له وجوده د اضافي موادو چې په مايع بڼه وي، د وتلو دنده سرته رسوي. پښتورګي، مثانه، حالبين نالونه او بولي مجرا دې برخه کې شاملېږي. د پوستکي، مقعد او ځينو نورو لارو څخه ويروسونه او په ځانګړي ډول بکترياوې دغه برخې ته ځان رسوي، ميکروبي او ککړوي يې.
د ادرار لارې urinary tract د ککړېدنې لاملونه
- هغه کسان ډېر په دې ډول ناروغيو اخته کېږي، چې په تېر کې يې د بولي سېسټم د غړو ميکروبي کېدنه تېره کړې وي. بولي مجرا، مثانې، پښتورګو، حالبين او نورو برخو کې يې زخم او نورې ستونزې تېرې کړې وي.
- جنسي اړيکې هم د رڼو متيازو د وتنې غړو د ميکروبي کېدو سبب کيږي. که چېرې له ښځې او خاوند يو يې دا ميکروبي کېدنه ولري نو هغه مهال چې دوی جنسي اړيکې تر سره کوي، مقابل او روغ کس ته يې لېږدوي. له جنسي اړيکو دا ميکروبي کېدنه هغه وخت پيدا کيږي، چې د دغه اړيکو د تر سره کولو پر مهال د پاکوالي خيال ونه ساتل شي او جنسي اړيکې او نېږدې والی تر سره شي.
- د ښځو او نارينو د رڼو متيازو په غړو کې يو شمېر بکترياوې شتون لري، چې ځينې يې مضرې او ځينې ګټورې دي. ځينې وخت داسې کيږي چې وجود کې د هورمون او نورو تغيراتو له امله ګټورې بکترياوې هم په مضرو بکترياوو بدلېدلی شي او دې سره ميکروبي کېدنه رامنځته کېږي.
- هغه کسان چې غير روغتيايي خواړه خوري نو سبب کيږي چې د وجود د نورې روغتيا ترڅنګ پر دغه غړو هم منفي اغېزه وکړي.
د ادرار لارې urinary tract د ککړېدنې نښې
- د رڼو متيازو پر مهال د بولي مجرا سوځېدنه او درد؛
- د سوزاک په ډول کس ته ژر ژر د رڼو متيازو د کولو احساس پيدا کيږي خو په داسې حال کې چې پښتورګو او مثانې کې په کافي اندازه ادرار نه وي ټول شوی؛
- د پښتورګو برخه، نس او په خپله د رڼو متيازو د وتنې غړي درد کوي او تکليف کوونکي وي؛
- ځيني وخت ادرار وينې لرونکی وي؛
- که چېرې ستونزې او التهابي کېدنه شدت لرونکې وي نو تبه او کانګې هم پيدا کيږي.
د ادرار لارې urinary tract د ککړېدنې درملنه
د ادرار لارې urinary tract د ککړېدنه د ډېری وخت د بکترياوو د فعاليت له امله وي او مهم ده چې اړوند نور لاملونه يې هم پيدا او وڅېړل شي. دې برخه کې سپارښتنه دا ده چې پر خپل سر درمل ونه خوړ شي اود تناسلي برخې متخصص ډاکټر سره پرې مشوره وشي او د معايناتو وروسته يې درملنه پيل شي.
وروستي