ډي- شخصيت (D personality)؛ ځانګړنې يې ولولئ، آيا تاسې دا ډول شخصيت لری؟ 

په رواني او روحي اړخ کې ډي- شخصيت (D personality) د انسان د شخصيت يو ډول دی. D personality د distressed personality
يا ځوریدنکي  شخصیت لنډ نوم دی. هغوی چې ډي- شخصيت ولري نو ټول يا اکثريت افکار يې منفي وي. دوی په رواني ډول داسې وي، چې ټول احساسات يې منفي شوي وي او هر کار او کړنه په منفي ليد کې ګوري. د ډي- شخصيت کسان دوه سترې ستونزې لري، لومړی دا چې فکر او ذهن يې منفي وي او دويم دا چې د خپلو احساساتو د بيانولو او څرګندولو جرئت او وړتيا نه لري. دوی ويره او اظطراب لري چې  که چېرې خپل احساسات شريک کړي، نو د خلکو له خوا به رد شي او دی به پرې سپک شي. دغه کسان د غوسې، خپګان، کينې او دښمنۍ په ډول منفي کړنې او احساساتو محاصره کړي وي. 

ډي شخصيت لرونکي کسان دا ځانګړنې لري 
- پر خپل ځان شکمن وي؛ 
- نه شي کولی چې خپلې کړنې او خبرې وښيي او د ژور شرم پر اساس ځان چوپ ساتي؛ 
- کوم ځانګړی لامل يې نه وي، يانې کومه بده پېښه هم نه وي شوې خو بيا هم د ژور خپګان احساس کوي؛ 
- اضطراب او تشويش لري؛ 
- له ژوند، خپل ځان او شااوخوا خلکو ناهيلی او مايوسه وي، همدا ډول قناعت نه لري؛ 
- په ټولنيز ډول يوازېتوب خوښوي او غواړي تنها او ګوښی اوسي؛ 
- پر ځان بې باوره وي. 

د پورته نښو او ستونزو ترڅنګ، د ډي شخصيت لرونکي کسان له دندو هم ستړي وي. هغه دفتري کارونه چې د دوی په څېر نور کسان يې په عادي ډول سرته رسوي، دوی ته ستړي کوونکي وي، شکايت ترې کوي او غواړي خوشي يې کړي. دوی هڅه کوي چې نور کسان له ځان لېرې کړي او يوازې پاتې شي او دا چاره د دوی ډي شخصيت نور هم ډېروي. 

ډي شخصيت لرونکي کسانو کې دا ډول رواني چارې او د ډي شخصيت ځانګړنې سبب کيږي، چې دوی ته فزيکي ناروغۍ پيدا کړي. د وخت په تېرېدو سره دوی د زړه پر ناروغيو اخته کيږي، د زړه حمله پرې راځي او د وجود دفاعي سېسټم يې کمزوری کېږي. 

د ډي شخصيت لرونکو کسانو درملنه
دوی ته توصيه او سپارښتنه کيږي چې له يوازېتوب ځان وساتي، کورنۍ او ملګرو سره وخت تېر کړي، د شپې ډوډۍ لپاره بيرون لاړ شي، د خپګان او اندېښنو پر مهال کافي وڅښي او يا هم بيرون قدم ووهي، پر ځان باور لوړ کړي او پر دې پوهه شي، چې ستونزه لري  او لومړی دوی دي چې بايد د ځان درملنه په خپله وکړي. 

په لويه کې د شخصيت ډولونه 
- اې شخصيت A personality: بې صابري، د سيالۍ او رقابت ځانګړنې، کينه کښي، هوښیارتوب، د تسلط او لوړوالي احساس په اې شخصيت لرونکو کسانو کې وي. 

- بي شخصيت B personality: دغه کسان صابر وي، ارام وي، اندېښنې او تشويش نه لري، عاجله او بېړه نه لري او د ژوند تېرولو لپاره اسانه لارې غوره کوي. 

- سي شخصيت C personality: غير فعال او مجهول وي،  مات وي، پر  نورو ډېر تمرکز کوي، نه شي کولی چې خپل احساسات څرګند کړي، نور سره د مرستې وړتيا نه لري او تابع خوی لري. 

- ډي شخصيت D personality: دا د شخصيت څلورم ډول دی، چې وړاندې مو تشريح کړ او منفی  اړخ لري.