تايرويئد (مرغېړي) کله پرې اخته شوي ياست؟ څه ډول ناروغي او درملنه يې څه ده؟ دويمه برخه 

د همدې ليکنې لومړۍ (https://rohi.af/news/91518)  برخه کې د تايروئيد ناروغۍ په اړه عمومي مالومات، ډولونه او لاملونه يې په ګوته شول؛ همدا ډول د تايرويئد  ټيټ هورمون يا hypothyroidism  وښوودل شول. د ليکنې دويمه برخه کې د لوړ تايروئيد  يا hyperthyroidism د منځ ته راتګ لاملونه او يو شمېر نور اړوند مسايل روښانوو. 

د hyperthyroidism يا له حد ډېر تايرويئد هورمون د توليد لاملونه 
- Graves’ disease: دغه ناروغي د وجود د دفاعي سېسټم د بې نظمۍ له امله پيدا کېږي. د دفاعي سېسټم دغه ګډوډي سبب کېږي، چې تايرويئد غُده له حد ډېره فعاله يا overactive  شي.  دې وخت کې دغه غُده  لويږي او پايله کې له  حد ډېر هورمون توليديږي. 

- Thyroiditis: د تايرويئد هورمون د ډېر توليد يو بل لامل Thyroiditis دی. د Thyroiditis په وضعيت کې د غُدې ذخيره شوی هورمون په مصرف رسيږي. ځيني کسانو کې دغه وضعيت پرته له درده او تکليفه وي خو ځيني يې سخت فزيکي درد احساسوي. دا وضعيت لنډمهاله دی او له څو اوونيو وروسته بېرته عادي حالت ته راځي. 

- Excessive iodine: وړاندې لومړۍ برخه کې وويل شول چې وجود کې د آيوډين کمښت د تايروئيد هورمون د توليد د کمښت سبب کيږي. هرکله چې ډېر ايوډين وخوړل شي، نو تايرويئد هورمون ډېر توليديږي. د تايرويئد هورمون ډېره برخه له ايوډين جوړه ده.  ايوډين له ځينو خواړو وراېخوا، د زړه ناروغۍ په څېر ځينو درملو کې په لوړې کچې شتون لري. هغه کسان چې د زړه ناروغيو درمل خوري او يا د ټوخي د درملنې ځيني سيرومونه وهي، وجود ته يې ډېر ايوډين رسيږي  او پايله کې يې hyperthyroidism پيدا کيږي. 

د  تايرويئد ناروغۍ (thyroid disease) نښې
د لوړ تايرويئد hyperthyroidism نښې:
- خپګان، ناراحتي، عصبانيت او اندېښنې؛ 
- د خوب پر مهال ستونزې او ناراحتي؛ 
- د وزن له لاسه ورکول؛ 
- د عضلو درد او کمزورتيا؛ 
- ميرمنو کې د مياشتنۍ ناروغۍ درېدل او يا هم ګډوډي؛ 
- د تودخي درجې لوړېدل او تودخې سره بد احساس؛ 
-  د ليد خربوالی او له سترګو اوبه بهېدل. 

د ټيټ تايرويئد hypothyroidism نښې:
- د وزن اخېستل؛ 
- د سختې ستړيا احساس؛ 
- ميرمنو کې د مياشتنۍ ناروغۍ دوامداره کېدل او ډېر راتلل؛ 
- د غږ غټېدل او د وېښتانو وچېدل؛ 
- د ساړه سره ستونزه درلودل او له ساړه بد احساس. 

د تايرويئد په اړه ځيني پوښتنې او عامې نظرونه: 
- آيا تايرويئد د وېښتانو د توېدو سبب کېږي؟ 
ځيني وخت د تايرويئد هورمون ټيټ توليد يا hypothyroidism د وېښتانو د توېدو او سپينوالي لامل کيږي.  
- آيا تايرويئد د مرګ سبب کېږي؟ 
تايرويئد د ډېر درد سبب کيږي، خو دا شونتيا کمه ده، چې کوم کس د تايرويئد له امله ومړي. ځيني وخت چې شونتيا يې کمه ده،  نو ځيني کسان د تايرويئد غُدې د جراحي عملياتو پر مهال مري. 

د تايرويئد ناروغۍ معاينه او درملنه 
اوس وخت کې د وينې معاينه، انځوريزې معاينه او فزيکي معايناتو په وسيله شونې ده، چې د تايرويئد ناروغي او اړوند ډولونه يې مالوم شي. درملنه برخه کې هم د يو اووږد وخت لپاره درملنې ته اړتيا ده چې له حد دېر کم او يا ډېر لوړ تايرويئد هورمون کچه منظمه شي، خو که چېرې ناروغي ځورونکې وه، نو بيا د جراحي عملياتو له لارې يې درملنه کېږي.