ولې له روسيې اوکراين کې جګړه اوږده شوه؟ پنځه لاملونه يې 

کله چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې خبرې کېدلې او کله چې بيا روسيې  پر اوکراين جګړه پيل کړه؛ د روسيې او اوکراين د ځواک په پرتلې سره، وړاندوينې او شننې داسې وې، چې روسيه به ډېر ژر اوکراين په بشپړ ډول ونېسي او دا جګړه به ورته زمان ګېره  او وخت نېونکې نه وي. هغه وخت چې به خبره د امريکا او ناټو د نه مداخلي او پوځي لاس وهنو شوه، نو تصور پر دې کېدو چې ښايي د ورځې يا هم دوه ورځو دننه، روسيه په بشپړ ډول اوکراين ونېسي. اوس د اوکراين او روسيې ترمنځ له جګړې څه کم  مياشت وخت تېريږي، خو مسکو دغه هېواد په بشپړ ډول نه دی نېولی. که چېرې د اوکراين نقشه وګورئ، نو هغه سيمې چې روسيه پرې والکه لري، د سلنې پر بنسټ ښايي دېرش سلنه اوسي او هغه هم د اوکراين څنډې دي. اوس وخت کې مخامخ فزيکي جګړه يوازې د روسيي او اوکرايني پوځيانو ترمنځ ده. د امريکا او ناټو پوځيانو په مخامخ مستقيمه جګړه کې برخه نه لري؛ دا چې د اوکرايني پوځيانو تر شا د امريکا او ناټو مالي، تجهيزاتي او نور ملاتړ شتون لري، بېله ويينه يا بحث دی. 

- پوښتنې دا دي چې آيا د روسيې بريد هغه ډول روان دی کوم ډول يې چې توقع کېدله او پلان شوی وو؟ 
- آيا د روسي ځواکونو سست وړاندې تګ په دې پار دی، چې د ولسي اوکراينيانو ژوند خوندي وساتل شي؟ 
- آيا روسيه په دې تړاو ورو وړاندې تګ کوي، چې د اوکراين د ولسي وګړو ودانۍ او نورې عامه ودانۍ ويجاړې نه شي؟
- ايا د اوکرايني ځواکونو مقاومت سبب شوی دی، چې روسيي پوځيان تېز وړاندې تګ ونه کړي؟ 
- آيا د اوکراين د ولسمشر ولادمييز زلېنسکي شتون لامل دی، چې پر اوکراين د روسيې جګړه بريالي پای پرځای لا جريان کې ده؟ 

 دې ليکنه کې ځيني پورته پوښتنې او هغه لاملونه څېړو، چې له امله يې روسي پوځيان اوکراين کې سست او ورو وړاندې تګ کوي او دغه جګړې له روسيې اوونۍ ونېولې خو تر اوسه يې هم پر اوکراين بشپړ تسلط نه دی پيدا کړی. 

۱- تاريخ دا څرګنده کړې ده، چې د جګړې پيل اسانه خو پای ته رسول يې سخت او اوږد وخت نېسي. د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه ۲۱مه پېړۍ کې پيل شوې ده. ۲۱مه پېړۍ کې په نړيوال سېسټم کې لسګونه نړيوال نظامونه شتون لري، رسنۍ د جيب  دننه دي او ډېرۍ نړيوالې ادارې شته دي، چې د جګړې جرمونه او جنګي جنایتونه څېړي او همدا ډول يې د هېوادونو ترمنځ سرې کرښې ټاکلې دي. روسيه چې په نړيوال نظام کې مهم هېواد او ددغه نړيوال نظام د دوه قطبي کېدو تلاش کوي، هغه ډول ليونۍ جګړه نه شي کولی، لکه نړۍ کې بېلتون غوښتونکې ډلې او سخت دريځه خوځښتونه يې کوي. روسيه بايد داسې جګړه وکړي، چې سبا نړۍ ته پرې قانع کوونکی سپيناوی ورکړي او له ځانه ملامتيا لېرې کړي. 

۲- که چېرې د روسيې او اوکراين ځواک سره پرتله شي، نو روسيه د اوکراين په پرتله درې تر څلور ځلې ځواکمن هېواد دی. د روسيې له خوا د زړه له خلاصه جګړه به ژر اوکراين د روسيې سينې ته لاندې کړي، خو مسکو په دې لټه کې دی، چې ارام وړاندې تګ وکړي او يو شمېر هغه موخې چې په سسته جګړه کې يې لري، تر لاسه کړي. روسيه غواړي، چې پر اوکراين د روسيې حاکم کېدو سره ټول هغه افراد او ډلې، چې اوکراين کې د روسيې شتون نه شي زغملی او سبا بيا د روسيې لپاره سرخوږی جوړوي، د جګړې پای ته رسېدو وړاندې له اوکراين څخه  وځي. دې سره به روسيه لوېديځې نړۍ ته داسې ضربه ورسوي، چې د مېليونه اوکرايني کډوالو بار او پټی به ور تر غاړې کړي. دلته روسيه درې موخې لري- الف- د ولسي وګړو د مرګ  - ژوبلې مخنېوي چې د جګړې په ډګر کې به روسي او اوکرايني پوځيان تن پر تن سره پاتې شي، ب- پر اروپا د کډوالو سيل ور خوشی کول، ج- هغه کسانو ته د وتلو لارې خلاصې پرېښودل، چې پر اوکراين د روسيې والکې سره به سختې ملت پاله کړنې او فکر لري. 

۳- روسيې د اوکراين جګړه کې د خپل ټول پوځي ځواک يوه کمه برخه پر کار اچولې ده. شااوخوا تر دوه لکه روسيي پوځيان اوکراين  سره پر پولو او هم مستقيمې جګړې کې ښکېل دي. مسکو له هوايي او ځمکني ځواک هم داسې کار نه اخلي کوم ډول  يې چې لوېديځو پوځي او سياسي شنونکو وړاندوينه کړې وه. 

۴- د اوکراين په جګړه کې پر روسيه د نړۍ پراخه بنديزونه لګېدلي دي. روسيه هم د تيلو، ګازو او نورو خامو موادو برخه کې ستر صادرونکی هېواد دی. د اوکراين جګړې په اوږدېدو سره به د اروپا او امريکا هېوادونه له اقتصادي وضعيتي کړکېچ سره مخ شي. په ځانګړي ډول د تيلو او  ګاز برخه کې به ډېر ستر بحرانونه په اروپايي هېوادونو کې رامنځ ته شي. اوس یې پيل دی، خو د مياشتو په تېرېدو سره به اروپايي هېوادونه هغه ناخوالي تجربه کړي، چې د روسيې څخه ورتلونکو موادو له امله به وي. له روسيې وراېخوا، د نړۍ نور هغه هېوادونه چې روسيې سره نېږدې اړيکې لري، امريکا او اروپايي هېوادونو سره به راکړه ورکړه کمه کړي. سعودي عربستان هم د تيلو د توليد او لېږد برخه کې  د روسيې په ګټې او د لوېديځې نړۍ په زيان څرګندونې کړې دي. 

۵- له بلې خوا، لوېديځه نړۍ او رسنۍ يې داسې انځوروي چې د اوکراين جګړه روسيې لپاره سخته شوې او اوږده شوې ده. د دوی په وينا، تاريخ دا څرګنده کړې ده، چې د جګړې پيل اسانه خو پای ته رسول يې سخت او اوږد وخت نېسي. يانې روسيې په اسانۍ سره پر اوکراين جګړه پيل کړه، خو که مسکو غواړي چې دغه جګړه پای ته ورسوي نو وخت به ترې ونېسي. غربيان يې داسې انځوروي چې د اوکرايني ځواکونو مقاومت او د ناټو غړو هېوادونو مرستې، ملاتړ  او پر روسيه اقتصادي بنديزونو د روسيې لپاره د اوکراين بريد سخت او اوږد کړی او هغه ډول نه دی روان کوم ډول چې روسيې پلان کړی او اټکل کړی وو.