له تايرويئد ناروغۍ وړاندې تايرويئد غده
تايرويئد يوه کوچنۍ غده ده چې د غاړې مخامخ او د هوا نل يا پيپ منځ کې ځای لري. تايرويئد غده پتنګ يا پروانې ته ورته بڼه لري. دغه غده تايرويئد هورمون توليدوي او بيا تايرويئد هورمون میتابولیزم کنټرولوي. میتابولیزم هغه بهير دی چې په وسيله يې هغه خواړه چې تاسې خورئ، په انرژۍ بدليږي. دغه انرژي بيا وجود کې په خرڅ رسيږي او ورځنۍ چارې پرې مخ ته وړل کېږي.
تايرويئد ناروغۍ او ډولونه يې
تايرويئد ناروغي (thyroid disease) هغه نومونه يا اصطلاح ده، چې د همدې غدې د هورمون نامنظم او بې ترتيب توليد ته وايي. هر کله چې تايرويئد غده له حد ډېر يا ډېر کم هورمون توليد کړي، نو د تايرويئد ناروغي يا thyroid disease ورته وايي. هر کله چې تايرويئد هورمون له کچې ډېر شي، نو وجود انرژي ډېره ژر ژر مصرفوي او دغه حالت ته پرکاری تایروئید (hyperthyroidism) وايي. د تايروئيد هورمون په ډېر توليد سره د زړه ضربان ډېريږي، وزن کميږي او ستړيا احساسيږي. که چېرې بيا د تايروئيد غده په کمې کچې هورمون توليد کړي نو هايپوتايرايډيزم (hypothyroidism) ورته وايي. د تايرويئد په کم توليد سره اغېزمن کس وزن اخلي، ستړيږي او د ساړه زغم نه لري.
کوم کسان پر تايرويئد ناروغۍ ککړيږي؟
نوي پيدا شوي شيدي خوړونکي، ماشومان، ځوانان، نرينه، ښځينه او ستر عمر لرونکي ټول پر تايرويئد ناروغۍ اخته کېدای شي. نوي پيدا شوي ماشومان چې په تايرويئد اخته کېږي، ډېری د تايرويئد په دويمه بڼه يا هايپوتايرايډيزم اخته کېږي. تايرويئد عامه ناروغي ده، د شمېرو له مخې د نړۍ له ۲۰ بيا تر ۳۰ سلنه خلک پر دې ناروغۍ ککړ دي او بيا د نرينه په پرتله ښځې ډېرې پرې اخته کيږي. شمېرې دا هم ښيي، چې د سړيو په پرتله ميرمنې پنځه يا اته سلنې ډېرې پر تايرويئد اخته کيږي. د نور کسانو په پرتله؛ د شکر دويم ډول ناروغان، هغوی چې د کورنۍ کوم غړي يې تېر کې تايرويئد ناروغي تېره کړې وي، مالګين خواړوه او آیوډین درمل خوړونکي، روماتيزم لرونکي، د وژونکي انیمیا ناروغان، له ۶۰ کلنۍ پورته کسان او په ځانګړي ډول ميرمنې ډېرې پر دغه ناروغه اخته کيږي.
تايرويئد ناروغي څنګه پيدا کيږي؟ لاملونه يې څه دي؟
د تايرويئد ناروغۍ د دواړو ډولونو hyperthyroidism او hypothyroidism
لاملونه ځينې نورې ناروغۍ دي، چې د هورمون د ډېر توليد او يا د هورمون د توليد د کمې کچې سبب کيږي. د تايرويئد کم توليد ناروغۍ يا hypothyroidism ځيني لاملونه.
۱- تايرايډايټس/ Thyroiditis: دا يوه ناروغي ده چې له امله يې تايرويئد غده ميکروبي او التهاب کېږي. د التهاب له امله غده پړسيږي او له امله يې تايرويئد هورمون کم توليديږي.
۲- Hashimoto’s thyroiditis: دې ناروغۍ سره د وجود دفاعي سېسټم د تايرويئد غده تر بريد لاندې نيسي او پايله کې يې د غدې د هورمون کچه کميږي.
۳- Postpartum thyroiditis: دا حالت تر ډېره ميرمنو کې وي، شونتيا يې له پنځو تر نهه سلنې پورې ده؛ ميرمنو کې د ماشوم له پيدا کېدو وروسته پيدا کيږي چې د لنډ مهال لپاره وي.
۴- د ايوډين کمښت يا Iodine deficiency: د وجود ايوډين د تايرويئد غدې له خوا مصرفيږي. د ايوډين کمښت سبب کيږي، چې تايرويئد غده کم تايرويئد هورمون توليد کړي.
۵- د تايرويئد غدې غير فعالېدنه يا A non-functioning thyroid gland: ځيني کسان په پيدايښت سره تايرويئد غده غير فعاله وي او د درملنې وړ نه ده. دغه وضعيت په هرو ۴۰۰۰ ماشومانو کې يو کس لري. اغېزمن کس هم د تايرويئد څخه په فزيکي ډول ځوريږي او هم يې د وجود ميتابوليزم ګډوډ وي.
نور په دويمه برخه کې
وروستي