د ښځو نړيواله ورځ؛ افغان ښځې- مسوليتونه، خنډونه او ورته هيلې 

د ښځو لومړۍ ورځ د ښځو د ملي ورځې يا  National Women's Day په نوم، ۱۹۰۹ز کال کې د فېبرورۍ مياشتې په ۲۸مه نېټه، د امريکا متحدو ايالتو په نيويارک ښار کې د امریکا سوسیالیست ګوند يا  Socialist Party of America له خوا جوړه او ونمانځل شوه. ويل کېږي، چې د يادې ورځې نمانځنه په ۱۸۵۷ز کال کې د مارچ په اتمه، د جامو ښځينه کارګرانو لاريون څخه رېښه اخېستې وه. ورپسې ۱۹۱۰ز کال اګست مياشت کې د امريکا ميرمنو يوې ډلې له خوا د سوسیالیستي ښځو يو نړیوال کنفرانس جوړ شو او بيا په کې دا ورځ ونمانځل شوه. ۱۹۷۷ز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا دا ورځ په رسميت وپېژندل شوه او بيا تر نن ورځې هر کال د مارچ مياشتې پر اتمه نېټه ګرده نړۍ کې لمانځل کېږي. 

ښځه د اسلام مبارک کې دين ځانګړی مقام او ځای لري. که چېرې اسلامي تاريخ ته سر ورښکاره کړو، نو به وګورو چې د اسلام مبارک دين له ظهور وړاندې کورنيو کې د نجونو پيدا کېدل او د ښځو شتون شرم وو، چې د تاريکۍ، جهل او ناپوهۍ دور ورته وايي. دغه د جهل دوره کې به نجونې ژوندۍ دفن کېدلې. د اسلام مبارک دين په راتګ سره د  ښځو پر وړاندې دا بد فکر چې ځينو ټولنو کې واکمن شوی وو، له منځه لاړ. له اسلام وړاندې د واحدنيت په نورو دينونو کې د ښځو مقام لوړ وو. حضرت مريم هغه ښځه وه، چې حضرت عيسی ع يې نړۍ ته راوړ او سپيڅلي قران کريم کې د حضرت مريم ذکر راغلی دی. حضرت ساره بي بي هغه مبارزه ميرمن وه، چې د ستر کافر فرعون پر وړاندې ودرېده. حضرت سميه هغه ميرمن وه چې د اسلام  مبارک دين لپاره يې د شهادت سپيڅلی جام وڅښلو. حضرت خديجه بیا لومړنۍ ميرمن وه چې پر حضرت محمد مصطفی ص يې ايمان راوړ او خپله شتمني يې د اسلام سپيڅلي دين په لار کې وقف وکړه. حضرت عايشه رض د مبارک رسول ميرمن او زيات حديثونه يې نقل کړي دي. 

همدا ډول که په افغانۍ ټولنه کې وګورو نو ښځو د هېواد او علم برخه کې ځلانده نومونه پرېښوودلي دي. زرغونه آنا د ستر احمد شاه بابا مور؛  د ميوند ملاله چې د انګرېز ښکېلاک پر وړاندې يې د اسلام او هېواد د خپلواکۍ بيرغ پورته کړ؛ رابعه بلخي چې د علم ځلانده ډيوه وه او همداسې لسګونې نورې غښتلې ميرمنې او ښځې چې په بېلا بېلو برخو کې يې له نارينو سره يو شان او يا هم له هغوی پورته قربانۍ ورکړې دي. 

د مارچ اتمې يا د ښځو نړيوالې ورځې په تړاو غواړم، ځيني مسايل شريک کړم. لومړی خوا د نړۍ ټولو ميرمنو او بيا په ځانګړي ډول د افغانستان ميرمنو ته د دغه  ورځې تبريکي وايي او هيله مند يې چې دغه ډول ورځې ښه فرصتونه شي او د ښځو ستونزې او غږونه يې په کې واورېدل شي. هيله دا ده چې د اوسني افغان حکومت چارواکي او نور اړوند ادارې او مسوولين د ښځو ستونزو ته لاس رسی پيدا کړي او د دوی اسلامي او تر ټولو لومړی حق، چې زده کړې دي، زمېنه ورته برابره کړي. 

دويم دا چې د ټولنې په سمون کې د ښځو ونډه اړينه او  مهمه ده. په دې ټول پوهيږي، چې د نړۍ او هېواد رغونه او ويجاړونه د انسانانو له  لاسه کيږي او هر انسان لومړی د مور په نس کې نهه مياشتې وخت تېر کړی دی او بيا يې دوه کالونه د مور شيدې خواړلې او تر بلوغ پورې د مور په غيږ کې بيده شوی او لوی شوی دی. دا دي مور روزنه ده، چې ټولنه رزوي، دا ټولنې هېوادونه او هېوادونه بيا نړۍ شوې ده. که چېرې ښځې ته حقوق ورکړل شوي وي، ښځې ته ژوند اسانتياوې برابرې شوې او ښځې په زده کړو سمبالې وي، نو ټولنه به سمه او اصلاح وي. د ښځې مقام دومره لوړ دی، چې په څو ليکنو او کتابونو کې يې لنډيز نه کيږي. د ښځې مقام داسې لوړ دی، چې د ټولنې مهمه برخه چې انسانان دي، هغه د ښځې په لمن کې لويږي. 

نړۍ کې ډېرې ناخوالې شتون لري؛ له اټومي بمونو نېولي، بيا تر لويو او نړيوالو جګړو، شيطاني سياستونه، نړيوالې جګړې، د هېوادونو ترمنځ دښمنۍ، د اقليم ککړتيا او نور. په مېلياردونه ډالر پر پورته مسايلو هر کال لګيږي او اوس کې يې له خلکو د حل لارې ورکې شوي دي. که چېرې ډېر ژور او لېرې لاړ شو، نو ګورو چې دا هر څه په خپله د انسانانو د لاسه دي. انسانانو کې د نړۍ د ويجاړۍ ډېره برخه د نارينو له خوا ده. اوس که  فکر ژور کړو او دا پوښتنه وکړو، چې ولې انسان داسې کوي، ځوابونه يې ډېر، سره تړلي او پيچلي دي. د نورو لسګونه ځوابونو ترڅنګ په کې د انسان روزنه، فطرت، چلند، فکر، هوډ او نور شامليږي. بيا د انسان چلند، فطرت، روزنه، تربيه او نور په ښځه پورې تړلي دي. لومړی ښځه د مور په ډول او بيا ښځه د ميرمنې په ډول. که چېرې ښځې زده کړې ولري، خپل مقام او ارزښت ورته مالوم وي، حقوق يې ورکړل شي، هڅول شوې وي، نو دوی به په داسې ډول د خپلو بچو او هغه هم د نارينه اولادونو روزنه وکړي، چې په رېښتنې بڼه به انسانيت په کې شامل وي. ښه رزول شوی انسان به د مينې، رحم، همپالنې، ښېګڼې، نفرت ضد او رغونې فکر او ذهن ولري. نارينه انسان ته دا فکر مور او ميرمن ورکوي خو په دې شرط چې مور او ميرمن هم د لوړ فکر څښتنې وي. دوی هغه وخت لوړ فکر خپلوي، چې زده کړې ولري او حقوق يې ورکړل شوي وي. لنډه دا چې، د ښځې مقام دومره لوړ دی، چې د نړۍ په کچه ستر او نړيوال کړکېچونه او نورې ناخوالې له رېښې کېندلی او له منځه وړلی شي. 
 
په لنډ ليد کې، په افغاني ټولنه کې لسګونه بدبختۍ شتون لري. ورور د ورور سره دښمن دی؛ ماشوم او ځوان له نازکتونو او اصولو لېري دي؛ پر کوچينو مسايلو دښمنۍ او وژنې دي؛ جګړې دي؛ سل - زر نورې ناخوالې. که چېرې هره ښځه چې يا مور ده، يا ميرمن ده، يا خور او لور ده؛ خپل زوی، خاوند، ورور او پلار؛ له ناوړو چارو لاس په سر کړي، ډېره ژر شونې ده، چې يوه انساني او له مينې - پرمختګ ډکه ټولنه به شتون ولري او رامنځ ته به شي. د نارينو له خوا ښځو ته د حقوقو د ورکړې او د دوی هڅونې ترڅنګ، په خپله ښځې هم بايد ژوندی فکر ولري او هغه مسوليتونه چې له کورنۍ تر ټولنې، هېواد او نړۍ يې لري بايد تر سره يې کړي. د اولاد روزنه، د ټولنې په اړه فکر، د هېواد وضعيت او د نړۍ تر مسايلو بايد خپلو مسوليتونو ته متوجې اوسي. 

تر ډېره افغاني ټولنه کې ښځې څنډې ته شوي دي. دوی ته يوازې په داسې سترګه کتل کېږي، چې بايد د کور چارې لکه د حيواناتو رزونه، د ماشومانو روزنه، پخلی کول، جامې مېنځل، بوټان پاکول، کور جارو کول، د خاوند درناوی او نور وکړي. دوي ته د هېواد او ټولنې مسايل څه، چې د کور په چارو کې د نظر او پرېکړې واک او صلاحيت نه ورکول کېږي. کله چې دوی ته حق نه ورکول کېږي نو دغه خبره بايد وشي، چې حق اخېستل کيږي، خو حق هغه وخت اخېستل کېدای شي، چې يو څوګ دومره پوه او زده کړې ولري، چې د خپل حق د غوښتنې وړتيا ولري. ناپوهي او د زده کړو نشتون يو ستر لامل دا دی، چې افغان ميرمنې زده کړې نه لري. که چېرې د نارينو په څېر د ښځو پر زده کړو ټېنګار وشي، نو تر ډېره کورنۍ او ټولنيزې ستونزې حل کېدای شي. 

په اخير کې يو ځل بيا پر دې ټېنګار کوم، چې ښځه د سمون او انسانيت لومړنی او اساسي ځای دی. هم بايد نارينه دوی ته حق او ارزښت ورکړي او هم بايد ښځې خپل لوړ ځای وپېژني او د کورنۍ وراېخوا د ټولنې او هېواد د پراختيا، پرمختګ، سوکالۍ، سولې، رغونې او بسيانې لپاره هلې - ځلې وکړي.