سالم، روغتيايي او ښه غاښونه دوه مهم نقشونه سرته رسوي؛ لومړی دا چې د غاښ له درد او سختۍ به لېرې وی، دويم يې ستاسې ظاهري ښکلا ده. که چېرې غاښونه خراب شي، تر ټولو لومړی يې هغه کړاونه ډېر دي، چې د غاښ درد، سوري کېدو او خربوالي له امله وي او ورته وخت کې خراب غاښونه د خولې بدبوي رامنځ ته کوي او ښکلا خرابوي. دې ليکنه کې څلور هغه خواړه چې د غاښونو لپاره ترټولو ښه او څلور هغه خواړه چې د غاښونو لپاره ترټولو بد دي، درښييو.
۱- ليمويي ميوې
نارنج، مالټه، ليمو او نور سېتروس خواړه وجود لپاره ډېرې ګټې لري او د سي ويټامين غوره سرچينې دي. کله چې خبره ستاسې د غاښونو شي، نو بيا ورته ليمومي ميوې او د هغې جوسونه مضر دي.
۲- خواږه او شرينۍ
غاښونه د خواږو او شرينۍ له ټولو ډولونو سره مينه نه کوي. خواږه، چالکيټ او نور ټول قندي خواړه د غاښونو لپاره مضر دي او د غاښونو ناروغۍ ترې پيدا کېږي. شرينۍ که د ژولو وړ وي او يا هم کلکه، د غاښونو روغتيا لپاره يې کومه ګټه نشته.
۳- ګازي او اسيدي څښاک
پيپسۍ، ډيو، فانټا، کولا، د انرژۍ بېلا بېل ډولونه او نور مشروبات په خپل جوړښت کې اسيد او ګاز لري. د مشروباتو څښاک د غاښونو ترمنځ ځان رسوي او دې سره اسيد او تيزابونه چې دغه مشروباتو کې شتون لري، نو د غاښونو لپاره مضر دي.
۴- قهوه
قهوه د غاښونو لپاره دوه زيانونه لري. کافي د غاښونو رنګ خرابوي او همدا ډول د کافي سرېښناک جوړښت پر اساس خواړه د کافي په وسيله غاښونو پسې نښلي او بيا د خواړو پاتې شونو کې مضرې بکترياوې پيدا کيږي.
۵- ژاولې
هغه ژاولې، چې خواږه ونه لري، د غاښونو لپاره يې ګټه ډېره ده. بې خواږو ژاولې د غاښونو ترمنځ د خوړو پاتې شوني پاکوي او دې سره مضرې بکترياوې نه شي کولی چې د غاښونو منځ کې فعاليت وکړي.
۶- اوبه
اوبه تر ډېره د غاښونو روغتيا کې ښه رول تر سره کوي. څومره ډېرې چې اوبه وڅښل شي نو همدومره غاښونو کې د خواړو پاتې شوني پاکيږي او دې سره مضرې بکترياوې له منځه ځي.
۷- شيدې او د شيدو اړوند نور توليدات
شيدې او ټول هغه نور خواړه چې له شيدو جوړ شوي وي، کلسيم لري. کلسيم هغه ماده ده چې په لويه کې ورڅخه غاښونه جوړ شوي دي. د شيدو او ورته نورو خواړو خوړل، د غاښونو د غښتلتيا سبب کيږي او د غاښونو د رژېدو مخه نېول کېږي.
۸- مالګه
مالګه هم د غاښونوو سپينوالي کې ښه برخه اخلي. مالګه نه يوازې چې غاښونه سپين ساتي، بلکې د غاښ د سخت درد په وخت کې هم د درد ورونکو بکترياوو فعاليت ځنډوي.
وروستي