شهنواز تڼی په ۱۳۲۸ لمريز ( ١٩٥٠ز ) کال د افغانستان سويل ختيځ خوست ولايت، د تڼيو ولسوالۍ په درګي کلي کې زيږېدلی وو. د نوموړي کورنۍ کمزوری اقتصاد او کليوالي ژوند درلود. تڼی د غوايي اوومې کودتا پر مهال ۲۸ کلن او ۲۸ کلنۍ کې يې واده کړی وو. د ښوونځي زده کړې يې کابل، حربي ښوونځي کې کړې وې. ورپسې حربي پوهنتون کې شامل او ۱۳۵۰ کال کې له پلي يا پياده رشتې فارغ شو. د توپچي برخه کې يې نورې لوړې پوځي زده کړې، پخواني شوروي يووالي کې کړې وې.
نوموړي د شهيد سردار محمد داود خان په واکمنۍ کې هم دندې تر سره کړې وې؛ هغه مهال د ريشخورو د ٧مې پلې فرقې د يوه بلوک د قوماندان وو. د غوايي کودتا په لومړۍ ورځ دی د کابل په بالاحصار کې د کوماندو پوځ قوماندان وټاکل شو. ورپسې د کابل ګرنېزون قومندانۍ مسووليت ورته وسپارل شو. که څه هم تڼی د ۱۳۵۷ کال د غوايي کودتا له بسنټګرو شمېرل کېږي، نوموړي د خلق دموکراتيک ګوند د مرکزي کمېټې او د ياد ګوند د سياسي بېرو غړيتوب يې درلود، خو په لومړيو کالونو کې دی ډېر د پردې پر مخ نه وو. د نور محمد ترکي او حفيظ الله په مړينې او د ببرک کارمل د واک دورې په پای ته رسېدو سره، چې ډاکټر نجيب د افغانستان واکمن شو، ور سره شهنواز ټنی هم مخکښه سياسي او پوځي څېره شوه.
د ډاکټر نجيب الله حکومت په منځ کالونو کې د وسله وال پوځ لوی درستيز او بيا دفاع وزير وټاکل شو. دی تر ۱۹۹۰ز کال پورې دفاع وزير وو، خو د دندې پر مهال پر ۱۹۹۰ز کال کې پر ډاکټر نجيب الله د يوې ناکامې کودتا هڅه وکړه، چې په کې بريالی نه شو. ويل کېږي، چې نوموړي د ګلبدين حکمتيار په لارښوونه او همکارۍ د ډاکټر نجيب الله پر وړاندې کودتا پلان او جوړه کړې وه، خو له ناکامۍ وروسته اسلام اباد ته وتښتېد او بيا تر ۱۳۸۳ز کال پورې هلته مېشت وو. ټنی ۱۳۸۳ کال کې چې د حامدکرزي په مشرۍ او د امريکا په ملاتړ افغانستان کې نوی حکومت جوړ شوی وو، هېواد ته راغی او د افغانستان د سولې غورځنګ په نوم سياسي ګوند يې جوړ کړ.
شهنواز ټنی پاکستان سره په نېږدې اړيکې پلنې تورن بلل کېږي او همدا ډول د غوايي کودتا پر مهال او بيا هغه وخت چې تر دفاع وزارته يې پوځي دندې درلودې، پر هوايي بمباريو، وژنو او خلکو ځورنې، د عامو خلکو او سياسي څېرو له خوا تر نيوکو لاندې وو. نوموړي په تېرو شلو کالونو کې افغانستان کې د امريکا او ناټو له پوځ شتون سره مخالفت درلود او ويل به يې چې د امريکا شتون د پخواني شوروي يووالي د پوځيانو شتون سره ورته او يرغل دی.
شهنواز ټنی د ۷۲ کالونو په عمر د ور پېښې ناروغۍ له امله، پاکستان کې ومړ.
وروستي