د ژوند هغه ۵ سترې تېروتنې چې کاش نه مو وای ترسره کړې 

ژوند له تېروتنو خالي نه دی؛ له کورنۍ نېولې بيا تر کاري او زده کړيز چاپيريال پورې تېروتنې کېږي، چې ځينې د جبران وړ او ځيني يې نه جبرانيږي. دې ليکنه کې ځينې هغې تېروتنې درته ښييو، چې ډېرو کسانو تجربه کړي دي، خو  اوس يې جبران نه شي کولی. 

۱- د وخت ضايع
دېر سهارونه، غرمې، ماښامونه او شپې به مو د تلويزون په کتلو، هسې بنډار او خبرو، پرته له بوختياوو پر ناستو او ځان سره په فکرونو ضايع کړي وي. که اوس يې داسې تخميني حساب وشي، نو ښايي يو يا څو کاله ترې جوړ شي. که چېرې هغه يو يا څو کالونه مو په زده کړو، کار او بل وړ څيز تېر کړی وای، نو اوس به يې پايله در سره او ژوند به مو ور سره سهولت کې وای. ساتيری او استراحت هر انسان ته اړين دی، خو په دومره بيه نه، چې اصل موخې په کې په اوبو لاهو شي او بيا يې ارمانجن اوسئ. 

۲- له راحت ډک ژوند 
که تېر ژوند مو په راحت او له کړاونو  پرته تېر کړی وي. په دې پار چې راحت له لاسه ورنه کړي، تېر وخت کې مو ډېر ښه ښه فرصتونه، چې اوس ښايي په ډېر بيې تر لاسه نه شي له لاسه ورکړي وي. پخه ماشومتوب، ورپسې ځوانۍ او بيا د ځوانۍ په پوخ عمر کې لټي د راحت يوه بڼه ده، خو بيا پاتې نور عمر ته هغه بې ځايه راحت ناراختي او سختي راوړي. هغوی ټول اوس دا ارمان کوي، چې که چېرې تېر له يو تر لسو کالونو يې کړاونه ګاللي وای، نو اوس به يې غوړه ګټه او فايده ترې پورته او ژوند به يې راحت وای. 

۳- د موخې پرېښودل 
ښايي د ژوند په يو پړاو کې به مو ډېرې ښې موخې او پلانونه ځان ته ټاکلي او برابر کړي وي. هغه وخت يې د پلي کېدو مناسب وخت هم وو، خو په ډېرو کوچنيو خنډونو او چالشونو به ترې شاته شوي وی. مبازره لنډ ويي، خو اوږده پروسه او بهير دی. که اوس ځان او بل چاته د پرله پسې مبارزې وايئ، نو دا بايد له ځان وپوښتئ، چې تاسې ولې له خپلو موخو او پلانونو شاته شوی ياست؟ ولې مو د هغه مهال د کوچينو او د حل وړ خنډونو پر وړاندې مبارزه وانه کړه. که په تېر کې مو موخې پرېښودلې وي، نو نن يې ارمان کوی او که چېرې همدا نن له خپلو هيلو، موخو او پلانونو شا ته شی، نو ژر ده، سبا به يې ارمان وکړی، خو لکه نن چې د پرون موخې نه شی تر لاسه  کولی، نو بيا به سبا د نن موخې له لاسه وتلې وي. 

۴- غوږ نه نېول 
کور کې د پلار او مور، د کورنيو نورو کشرانو او مشرانو، ښوونځي کې د ښوونکو او نورو ملګرو څخه مو به زيات پندونه او نصيحتونه اورېدلي وي. ښايي ځيني وخت په دې پار چې نصيحت او پند پر تاسې اغېز وکړي، فشارونه هم درباندې راوړل شوي او دغه فشارونه به سبب شوي وي، چې پورته کسانو سره ستاسې اړيکې خرابې شي. هغه وخت به تاسې ته دغه نصحيتونو کې داسې فرصتونه وو، چې نن به مو ورڅخه د يوې روښانه راتلونکي او غوره ژوند لپاره ګټه پورته کړې وای، خو دا چې غوږ مو نه دی نېولی او يا مو غوږ نېولی خو منلي مو نه دي، نو نن يې پايله منفي او سختيو سره يې مخ کړي يي. 

۵- بې ځايه خرڅ او لګښت 
که چېرې مو اوس اقتصادي وضعيت خراب وي، نو له هغه وخت سره مو پرتله کړی دی، چې پيسې مو لاس کې او در سره وې، خو د سپما برخه مو سمه مديريت نه کړه او د لګښت او خرڅ برخه مو داسې وړاندې يوړه، چې پر هر بد او ښه څيز مو بې حسابه مصروف کولو. اوس به دومره مجبور وی، چې د ژوند لومړينو څيزونو ته به پيسې نه شی برابرولی، خو يو وخت به ډېر پيسې لاس کې در سره وې، خو نه سم مديريت يې نن تاسې لاس تر زنې کېنوي.