آيا اندېښنې درباندې د زړه حمله راوستلی شي؟ 

اندېښنه/ کړاو يا stress  کولی شي د وینې د لوړ فشار لامل شي؛ هر کله چې  بيا د وينې فشار لوړ شي، نو ورپسې  لوړ فشار يو شمېر نورې ستونزې را پيدا کوي چې هغه ستونزې بيا د زړه حملې ته لار برابر وي. اندېښنو کې ځيني کسان چې په سګرېټو عادت وي د سګرېټو څکونه ډېروي او ځيني بيا په کې ډېر خوراک او يا کم خوراک کوي. دغه دوه غير عادي چارې هم لامل کېږي، چې د زړه حملې شونتيا ډېره شي. 

د وينې لوړ فشار زړه پورې اړوند او تړلې پېښې رامنځ ته کوي. د وينې فشار په جګېدو سره،  Takotsubo cardiomyopathyرامنځ ته کېږي. Takotsubo cardiomyopathy هغه حالت دی چې د زړه خاليګاوې په کې بڼه بدلوي او د بڼې بدلولو سره زړه نه شي کولي چې په اغېزمن ډول وينه پمپ کړي. هر کله چې يو کس ډېر اندېښمن شي، نو له امله يې فشار پورته کېږي، د فشار پورته کېدنې سره بله پايله د aortic dissection منځ ته راتګ دی. aortic dissection سره د زړه دننه aorta نومي شريان پرې کېږي او دا په خپله د زړه درېدنې سبب کېږي. 

نه د وينې لوړ فشار د زړه حمله رامنځ ته کوي او نه هم پورته ذکر شوې زړه پورې اړوند ځينې پېښې، خو دوی په خپل منځ کې سره قوي تړنه او ارتباط لري. اندېښنې د وينې فشار پورته کوي، د وينې فشار بيا د وينې پر پمپ منفي اغېز کوي او همدا ډول د شريان د پرې کېدو لامل کيږي. دغه د زړه اړوند پېښې بيا د زړه حملې ته لار برابر وي. 

ځيني وخت داسې هم کېږي، چې تشويش او اندېښنې پر تنفسي سېستم اغېز کوي. د تنفسي سېسټم درې مهم غړي، پوزه، د هوا نل او سږي چې د وجود حجرو ته اکسېجن رسوي او بيا په نوبت له حجرو کاربن ډای اکسايډ ټولوي، د تشويش له امله يې پر دغه درېيو مهمو غړو داسې اغېز کېږي، چې چار يې سره ګډوډي شي او اندېښنه کوونکي کس ته د سا لنډۍ يا سا بندۍ ناروغي پيدا شي. سالنډي په خپله هم د زړه حملې يو خطرناک فکتور دی. 

له پورته پايلو وراېخوا، هغه کسان چې تشويش او اندېښنې کوي، نو پر فکر يې اغېز بد وي او دې سره د لاندې چارو په تر سره کولو سره د زړه حملې شونتيا ته لار پرانېزي.
- ډېر خوراک کول؛ 
- ډېر الکولي مشروبات څښل او سګرېټ څکول؛ 
- د عادي چارو هېرول او شاته کول؛ 
- د ورزش او تمرين پرېښودل او پر ځای پر مغزو فشار راوړل؛ 
- د اندېښنو له امله د هغه خواړو او درملو هېرول، چې ښې روغتيا لپاره يې ورته سپارښتنه شوې وي. 

د زړه حملې وراېخوا، اندېښنې د انسان پر عضلاتو داسې اغېز کوي، چې عضلې سختيږي او د عضلو په سختوالي سره، د ملا، مړوندونو او سر درد پيدا کيږي. د يادونې ده، چې د اندېښنو له امله د عضلو سختوالی هغه وخت وي، چې اندېښنې او تشويش د يو اوږد وخت لپاره وي.