د امريکا او ملګرو بنديزونه يې؛ پر روسيې به يې اغېز څومره وي؟

وړاندې له دې چې روسيه پر اوکراين بريد وکړي،  امريکا او ملګرو هېوادونو يې روسيې ته خبرداری ورکړی وو، چې له دې پرېکړې پر شا او که چېرې پوځي اقدام وکړي، نو مسکو به يې لوړې بيې پرې کړي. روسيې د غرب خبرداري بابيزه وبلل او پوتين د خپلې وروستۍ شوې پرېکړې پر بنسټ، پر اوکراين بريد وکړ. لوېديځې نړۍ پر اوکراين د روسيې بريد سره هممهاله، د بنديزونو لړۍ هم پيل کړه. دې ليکنه کې پر روسيه د امريکا او ناټو  نورو غړو هېوادونو  د اقتصادي بنديزونو د اغېز په اړه غږيږو.  

د روسيې پر مرکزي بانک يا CBR بنديزونه 
د مالي بنديزونو په لړ کې د روسیې مالي سیسټم ته ترټولو پیاوړې ضربه د روسیې مرکزي بانک (CBR) ته رسيږي.  دغه بانک د کورنيو  - بهرنيو اسعارو بازار کې مهم رول لوبوي. د روسيې مرکزي بانک، ۶۴۰ ملیارده ډالرو په ارزښت د بهرنیو اسعارو خورا لوې زیرمې لري او دغه بانک په دودیز ډول د روبل د تبادلې نرخ تنظیموي. د فبروري له ۲۴ څخه تر مارچ ۲مې پورې، د روسيې مرکزي بانک په مالي سیسټم کې د ثبات ساتلو لپاره د روسيې سوداګريزو بانکونو ته ۴.۴ ټریلیون روبل  پور ورکړی دی. د روسيې پر مرکزي بانک بنديزونه سبب کېږي، چې د روبل ارزښت ټيټ شي. د روبل ارزښت کمېدو سره،  وارداتو کې احتمالي ستونزې، د کرنې کمزورې وده، ټیټ عرضه، او شونتيا شته چې د خوراکي توکو بيې لوړ شي. برسېره پردې، د تادیاتو سیسټم کې خنډونه کیدای شي روسیې ته د وارداتي توکو په رسولو کې خنډونه رامنځته شي. 

SWIFT او بهرنۍ پيسې
اروپايي ټولنې او امریکا د روسیې یو شمېر بانکونه او لوی شرکتونه د بندیزونو په لېست کې اچولي دي. دا به په پایله کې د روسیې ترټولو لوی سوداګريز بانک، سبربانک، چې د بانکداري سیسټم ۳۳سلنه شتمنۍ لري، بد اغېزمن کړي. دې بنديز سره به د روسيې  سبربانک ونه شي کولی چې خپلو مشتريانو ته په امريکا او اروپا کې چې ډالري حسابونه لري، پيسې ورکړي. پايله کې به له دغه بانکه د پيسو اېستنه پيل، چې پر بانکي سېسټم به يې اغېز بد وي. اوس وخت ستونزه ځکه جوړيږي، چې د روسیې مالي سیسټم په نړیواله کچه ګډه او مدغم شوې بڼه لري. روسیه د نړۍ بازار ته د خامو موادو یو له سترو عرضه کوونکو څخه دی او په ورته وخت کې، د روسیې اقتصاد د مصرفي توکو، ټیکنالوژۍ او پانګونې تجهیزاتو مهم واردوونکی دی. پر سوداګريزو بانکونو او سترو روسيي شرکتونو بنديزونه سبب کېږي، چې پورته چارې سره ټکر او ګډوډې کړي. 

بهرني پورونه
د لویدیځ نړۍ د بندیزونو بل مهم اړخ د امريکا او اروپا پانګونې بازارونو ته د روسي بانکونو او شرکتونو د لاسرسي بندول دي. دې سره به،  له روسیې د بهرنیو پانګوالو د پام وړ وتل پيل شي.  شونې ده، چې له ۳۰ بيا تر ۵۰ مېليارده امريکايي ډالر بهرنۍ پانګونه او پور ورکړه، له روسيې ووځي. 

د ټکنالوژۍ او هوايي چلند پر صنعت بنديزونه 
د اقتصادي بنديزونو په لړ  کې به، روسيې ته د ټیکنالوژۍ، تجهیزاتو او د هغوی د اړوند نورو برخو صادرات هم ټاکلي شي؛ دا ډول بنديز  کولی شي د روسیې د ماشینونو، تجهیزاتو او تخنیکي توکو واردات اغیزمن کړي. دا بندیزونه به د روسیې د اقتصاد په تخنیکي اړخ جدي اغیزې وکړي. روسیه په دودیز ډول د پرمختللې ټیکنالوژۍ واردونکی هېواد دی. د ټېکنالوژۍ برخه کې، د برېښنايي جارو پر څېر له کوچينو وسايلو نېولې بيا  تر اټومي ځواک پورې لوړ ټېکنالوژيک وسايل؛ روسيه له بهر هېواونو راغواړي. د هوايي چلند برخه کې د روسيې ۴۰ سلنه مسافر وړونکې الوتکې د اروپايي ايربس شرکت له خوا جوړيږي. که چېرې بنديزونه دې برخه کې هم ولګول شي، نو روسيه به د هوايي چلند ستونزو سره مخ شي. 
 
ځيني نور بنديزونه او اغېز يې 
د غرب له خوا پر روسيې يو شمېر نور سمبولیک بندیزونه هم شتون لري؛ د ځانګړو اشخاصو په نښه کول، پيسې يې کنګلول او د ويزې نه ورکول؛  د سوداګریزو اړیکو پرې کول؛ روسيې سره د سپورت سیالیو او کلتوري ناستو لغوه کول، د روسیې دولتي رسنیو ته د لاسرسي محدودول، او داسې نور. دا ډول بنديزونه بيا د روسيې پر اقتصاد  ډېره منفي اغېزه نه شي کولی، خو د روسانو په منځ کې به د منزوي کېدو يو ډول احساس را ډېر کړي.