له خپل تاریخه او د اوکراین او ورته هېوادونوله حالته څه زده کولی شو؟

د اوکراین، منځنۍ اسیا، خپل هېواد افغانستان او ورته نورو هېوادونو ستراتیژیک موقعیتونه د دوی په سوله سیاسي ژوندانه کې ستر اغیز لري. په دې او ورته هیوادونو کې چېرې چې د زبرځواکونو ګټې سره زیاتې په ټکر  کې دي او دا زبرځواکونه تل په سیالۍ کې اخته دي، تاریخي پېښې او تجربې لکه سترې لوبې، نیابتي جګړې او نور موږ ته درسونه راکوي، خو که ځان غافله نه کړو او له عقلاني چلند او ستراتیژيک تفکر څخه کارواخلو.
 
تاریخي واقعیتونه او درسونه دادي، هغه هېوادونه چې داسې موقعیتونه لري، زبرځواکونه تل دوی یو د بل په وړاندې کاروي، تر یوه وخته یو څه مرسته ورسره کوي، کله چې لږ شرایط بدل شي، بیا یې یوازې پرېږدي. موږ په ټوله نړۍ کې د خپل هېواد په ګډون داسې په لسهاوو ملتونه او مشران پېژنو چې خپلو بهرنیو انډیوالانو په تش ډاګ خپل برخلیک ته پرېښي دي، دوی تر ماتې وروسته په زیاتې بې شرمۍ سره دا ملتونه تمسخر کړي دي، ملامتي یې ورباندې اچولې او لا دوام ورکوي. 
 
خو دا درسونه هلته اخیستلی شو او هلته ګټورې پایلې لرلی شي، چې دا پورته او نورې اړوندې مسئلې د تاریخ پوهانو، سیاسي او نړیوالو چارو د کارپوهانو په مرسته په ګډه او په سړو مغزو  ښه وارزول شي، د خپلو شرایطو سره سم ورنه درسونه استخراج شي، تر یو څه پوخوالي وروسته ورباندې ملي بحثونه راوغوښتل شي، په ملي وثیقه بدل او له ټول ملت سره شریک شي، تر څو زموږ دملت شعور لوړ کړي او ګډو برېکړو ته تیار شي، د افغانستان لپاره یوه ملي اوږدمهاله ستراتېژي  ورنه جوړه شي، زیاته  ګټوره به وي.
 
د افغانستان د موقعیت، تاریخي، ټولنیز او سیاسي جوړښت واقعیتونه
په انکشافي او ټولنیزو علومو کې منل شوی حقیقت دی چې یو ملت هغه وخت پرمختګ او وده کوي چې خلک یې وغواړي، د پردیو په مرستو هېڅکله هم په تاریخ کې کوم هېواد پرمختګ نه دی کړی. هو که ملت خپله ویښ وي، له بهرنیو مرستو ګټه اخیستی شي، لکه تر دوهم نړیوال جنګ وروسته چې جرمني، جاپان او کوریا دا کار کړی دی.
 
زموږ واقعیتونه دادي چې هېڅ زبرځواک د پورته موقعیت او هم زموږ د اجتماعي جوړښت، دیني باورونو، زیږه کلتور او د پردیو له نفوذه ذاتي کرکه، وړوکی مارکېټ او بهرنیو ته زیاتې اقتصادي ګټې نه لرل، د زبرځواکونو د سیالیو او ګټو دوام لرونکی بدلېدونکی حالت، چې موږ ته زیاتې ځانګړتیاوې راکوي، له افغانانو سره اوږده ملګرتیا نه شي کولی. نو زموږ تر حد زیاته تکیه په یوه نړیوال قدرت به ستره تیروتنه وي او له تاریخي درسونو سره به ملنډې وهل وي. 
 
موږ ځکه په کوم مشخص بهرني طاقت زیاته تکیه نه شو کولی او که دا کار وکړو نو خپل داخلي عوامل، ګاونډیان او نور زبرځواکونه داسې وسیلې په اختیار کې لري چې موږ له پښو وغورځوي. لکه زموږ ځینو مشرانو چې ویلي په ټوپک به ازادي بیا بیا ګټو، هېواد به مو بیا بیا ورانېږي، ځوانان به مو مري، تعلیمي نظام، ملي اقتصاد، ملي بنسټونه او دولت به مو شړیږي، خو په قلم او پوهه  به مو ازادي نشو تلپاتې کولی، تل به د نیابتي جګړو په خبیثه دایره کې راتاوېږو او کړېږو به، د وتلو او نجات لاره به نه مومو او په دې ترتیب به تل نورو ته احتیاج وو.
 
نو څه باید وکړو؟ 
زموږ ملت اړتیا لري دې سوال ته د خپلو وتلو کارپوهانو په مرسته په ګډه او په احتیاط ځواب ووایي. خو هغه څه چې زما په اند به مهم وي، یا لږ ترلږه، د بحث وړ دي، دادي چې باید د زبرځواکونو ترمنځ مثبت او فعاله بېطرفي وساتو، خو باید د سترو لوبو د وخت غوندې بیسواده، د کم سیاسي او ټولنیز شعور لرونکي، د دنیا له واقعیتونو بېخبره، فقیر خو تش په نامه خپلواک او په هرڅه کې نورو ته احتیاج نه وو، بلکه ترټولو لمړی، په سلو کې سل باید لوستی او ویښ ملت شو، لوړ سیاسي شعور، خپل دیني او ملي ارزښتونه، بډایه کلتور او په ځان باور ولرو.
 
باید د ملي پرانیستو سیاسي او اقتصادي بنسټونو، ټولنیز عدالت، وړتیا لرونکو کارپوه کادرونو، د قانون حاکمیت، په اوصولو ولاړې پالیسۍ، په واقعیتونو بنا شوې داخلي پالیسۍ او د هغو په بنسټ ولاړه بهرنۍ پالیسي باید ولرو. 
 
باید داسې اقتصاد، ملي پیداوار، تجارت، مواصلاتي لارې، زېربنایي جوړښتونه، انترنیتي خدمات، تکنالوجي او ملي پیداوار ولرو چې اسیا سره وصل کړي او د نورو هېوادونو ګټې له موږ سره وتړل شي، داسې چې  زموږ په سوکالۍ کې د نورو  ملتونو ګټې او زموږ په ورانۍ کې یې تاوان وي. اوس ګورو او ښه مثالونه لرو، چې که د ترکمنستان د غازو نل لیکه، تر هند او پاکستانه ورسېږي، د دې هیوادونو اقتصاد ورباندې اړه ومومي، که منځنۍ اسیا او سویلي اسیا نه یوازې د مواصلاتي لارو په واسطه ونښلوو، بلکه خپله هم د نړۍ مختلفو مارکیټونو ته لارې ومومو، د ثبات او لارو خاوندان شو، نو د مرکزي او سویلي اسیا یو زیات شمېرهېوادونه به زموږ په ثبات او اقتصادي ښېرازۍ کې خپلې ګټې وګوري او ورانولو ته به مو زړه نه ښه کوي.
 
د دې لپاره څه ته اړتیا لرو؟
د دې لپاره یو نوي سوچ، لرلید او ځوانې جمعي رهبرۍ ته اړتیا ده. داسې رهبرۍ ته چې احساساتي نه بلکه اوږدمهاله فکر وکړی شي، له عقدو، کرکو او تعصباتو فارغ وي او د قومي اجندا په ځای ملي او دیني ارزښتونو او ګټو ته په قول او عمل کې وفادار پاته شي، له افراط او تفریطه کرکه ولري، خو د خپلې ټولنې واقعیتونه هم درک کړي او ورته مناسبې لارې ولټوي.