(Lagophthalmos) هغه ناروغي چې سترګې خلاصې خو کس وېده وي؛ لاملونه او نښې يې

ښايي ډېرو ته به دا هېښنده او جالبه وي چې يو کس داسې بيده شي او خوب يې يوسي چې سترګې يې بشپړې پرانېستې وي. دا ناروغي عامه او ډېر کسان يې لري. د شمېرو پر بنسټ، نړۍ کې شل سلنه خلک داسې دي چې د خوب پر مهال يې سترګې پرانېستې وي. هغه ناروغي چې اغېزمن کس د خوب پرمهال په کې سترګې نه شي پټولی، طب کې ورته nocturnal lagophthalmos وايي. دې ليکنه  کې د nocturnal lagophthalmos په اړه لومړني مالومات، لاملونه او نښې په ګوته شوې دي. 

د nocturnal lagophthalmos نښې - نښانې 
- هغه کسان چې nocturnal lagophthalmos ولري نو داسې احساس کوي چې د سترګې دننه يې کوم بهرنی څيز شتون لري او له دې ويرې سترګې نه شي پټولی. 
- دواړو يا يوه سترګه کې خارښت او سوځېدنه احساسيږي. 
- ځيني کسانو کې له سترګو اوبه بهيږي خو ډېری داسې وي، چې کله له خوب پورته شي، نو سترګې يې وچې او خارښت کوي. 
- د سترګو ګاټي سره او ليد تت يا Blurry  وي. 
- هر کله چې اغېزمن کس د شپې په تياره کې روښانيۍ سره مخيږي او يا سترګو ته نېږدې تيلفون او کمپيوټر نيسي، نو سترګې يې حساسيت پيدا کوي او سم ليد پرې نه شي کولی. 
- که چېرې دغه ناروغي په ماشومانو کې وي، نو له خوب وړاندې او وروسته يې سترګې خارښت کوي او د لاسونو په وسيله يې لمس کوي. 

د nocturnal lagophthalmos لاملونه 
دا چې يو کس د خوب پر مهال سترګې نه شي پټولی اصلي لامل يې د مخ اړوند عضلې دي، چې د ځينو ناروغيو او نورو لاملونو پر بنسټ، دا وړتيا نه لري چې  سترګې د پټېدو حرکت تر سره کړي. همدا ډول د سترګو د عضلو عصبي رګونه ځيني وخت فعاليت پرېږدي او دې سره د مخ او په ځانګړي ډول د سترګو شااوخوا عضلې هم له کاره لوېږي. د nocturnal lagophthalmos ځيني لاملونه: 
- ارواييز ټپ Trauma: ارواييز ټپ داسې پېښې ته وايي چې له وېرې او ناڅاپۍ ډکه وي او پر مغزو ناوړه اغېز کوي. وېرېدل، جنسي تېری، له تاوتريخوالي ډکه پېښه او ورته نور پر دماغو سخت اغېز کوي او پايله کې اغېزمن شوی کس نه شي کولی، چې د خوب پر  مهال سترګې پټې کړي.

- Bell's palsy يا د بیل فالج: دا له ارواييز ټپ هم وړاندې د nocturnal lagophthalmos لامل بلل کېږي. Bell's palsy هغه وضعيت دی چې په ناڅاپي ډول سره د مخ عضلې په کې اغېزمنې، کمزورې او له نارمل فعاليت ولوېږي. Bell's palsy کې مخ يوې خوا کوږ وي او د مخ اړوند عضلې او عصبي رشتې حرکت نه شي کولی. Bell's palsy د خوب پر مهال د سترګو د خلاص پاتې کېدو اصلي لامل شمېرل کېږي. 

- Guillain-Barré syndrome: دا هغه ناروغي ده، چې د انسان دفاعي سېسټم، عصبي رشتې او رګونه تر بريد لاندې نېسي او له امله يې د مخ عضلې کمزوريږي او له فعاليت غورځيږي. Guillain-Barré syndrome د فلج سبب هم کيږي خو لنډه مهاله اغېز يې د خوب پر مهال د سترګو پر خلاص پاتې کېدو دی. 

- Moebius syndrome: دا هم د خوب پر مهال د سترګو د نه پټېدو سبب شمېرل کېږي. Moebius syndrome ډېری وخت ماشومانو ته د زېږون پرمهال پيدا کيږي او له امله يې د مخ عضلې سمه وده نه کوي او  د سترګې اړوند ځيني حرکتونه نېمګړي پاتې کېږي. 

- د شري او پوليو په ګډون يو شمېر نورې ناروغۍ هم شتون لري، چې د وخت په تېرېدو سره nocturnal lagophthalmos رامنځته کوي. 

د nocturnal lagophthalmos  درملنه
څه ډول چې وړاندې وويل شول، د nocturnal lagophthalmos تړاو د مخ عضلو او د سترګې حرکت سره دی. دا چې د ځينو ناروغيو پر اساس د مخ عضلې او د سترګو اړوند عصبي رشتې کار پرېږدي، نو nocturnal lagophthalmos  هم رامنځته کېږي. تر ډېره nocturnal lagophthalmos  له يو لنډ وخت وروسته له منځه ځي، خو که چېرې له ۴۸ ساعتونو يې ډېر دوام وکړ نو بيا اړينه ده، چې ناروغ کس اړوند متخصص ډاکټر سره پرې مشوره وکړي.